هنزہ 26 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د ګلګت بلتستان په زلمو زده كوٶنكو ټينګار كړې چې ھغوي دې د جديد علومو زده كړه كولو سره قوم لپاره خپل ټول صلاحيتونه كارولو سره خدمت وكړي٬ منطقه كښې د مېړني اولسې د غېر معمولي كارنامو وړومبۍ مظاهره د عظيم شاهراه رېشم ﴿ د رېښمو لوئې لارې﴾ جوړولو په صورت كښې رامخې ته شوې٬ اولس به د شاهراه رېشم غوندې د اقتصادي لارې حفاظت كولو سره د دې نه بشپړه ګټه پورته كولو سره د ګلتګ بلتستان په پرمختګ او سوكالې كښې خپل كردار لوبوي۔ زه د ګلګت بلتستان د اولس په صلاحيت او عزم ولولې باور لرم۔ اولس مشر دا خبرې د قراقرام نړيوال پوهتنون هنزه كېمپس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان ګورنر غضنفر علي خان ،د قراقرم پوهنتون لنډ مهاه وائس چانسلر ډاكټر خلیل احمد ، د فېكلټۍ غړي او زده كوونكي موجود وو۔ ده ووئيل څو كاله وړاندې مونږ يو خوب لېدلې ٶ چې د هنزه كمېپس په صورت كښې رښتيا شوې۔ زه لاس په دعا يم چې هنزه كمېپس په راتلونكو ورځو كښې نور پرمختګ وكړي۔ ده د ګلګت بلتستان او په خاص توګه د هنزه ذكر كولو سره ووئيل چې د تاريخ يو زرين دور هغه وخت پرانستل شوې و كله چې د سيمې مېړني اولس د ډوګرا سامراج كاجي داري مقابله كولو سره د آزادۍ نعمت ترلاسه كړو او د نړۍ دا ښكلې درې ٬ وېلې٬ چينې او د لوړو غرونو دا خاوره ئې پاكستان سره الحاق كولو سره تاريخ له يو نوې رخ وركړو۔ اولس مشر ووئيل زه باور لرم چې د دې منطقې خلق به د شاهراه رېشم غوندې يوازې د اقتصادي لارې د حفاظت وظيفه ترسره نه كړي بلكې د دې نه به بشپړه ګټه پورته كولو سره د ګلګت بلتستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل كردار هم ولوبوي۔ ده ووئيل په دې خبره ډېره خوشحاله يم چې دې پوهنتون هم د دې مقاصدو له مخې سي پېك سېل جوړ كړې دے۔ ده ووئيل زه باور لرم چې دا سېل به د اقتصادي لارې نه ښه ګټه پورته كولو لپاره د ځوانانو په ښه ډول تربيه وكړي۔ زه په هنزه كښې د پوهنتون په كېمپس جوړېدو تاسو ټولو او په خاص توګه زده كوٶنكو له مباركي وركوم او هيله لرم چې ھغوي به د خپل وطن او خلقو لخوا وركړې شوې ذمه وارۍ په ښه ډول ترسره كړي۔ اولس مشر ووئيل زه ستاسو پرمختګ او سوكالۍ لپاره لاس په دعا يم۔ الله پاك دې مونږ ټول په خپل امان كښې وساتي۔
متعلقہ مضامین
-
Crumbling bridge on BRB Canal awaits department’s attention
-
Probe catches Faisalabad police investigators napping
-
Crumbling bridge on BRB Canal awaits department’s attention
-
Shehryar Afridi urges prosperous world to raise unified voice for Palestine issue
-
Court adjourns hearing of drug trafficking case against Rana Sanaullah till June 19
-
Court adjourns Maryam’s petition against Nawaz’s property confiscation
-
IHC seeks report regarding actions against forced labour
-
Two teenage girls flee home to escape forced marriage
-
Opposition leaders submit requisition to convene KP Assembly
-
Two teenage girls flee home to escape forced marriage
-
British PM honours four Pakistanis for humanitarian services in UK
-
Pakistan wants to enhance mutually beneficial ties with EU: COAS