اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د احتساب قومي بيورو﴿نېب﴾ چيئرمېن قمرزمان چوهدري وئيلي دي چې نېب د خپلې قومي ذمه وارې له مخې پاكستان د كرپش نه پاك هېواد جوړولو لپاره پوخ عزم لري٬ بېلا بېلو سركاري٬ غېر سركاري تنظيمونو او سول سوسائټې سره په ګډه د كرپشن مخ نيوي لپاره د شويو اقداماتو مثبتې نتيجې راوتلې دي۔ ده دا خبرې په ويانا﴿آسټريا﴾ كښې د بدعنوانې د مخ نيوي په نړيوال كنفرنس كښې د ګډون كولو نه پس په خپل يو جاري كړي بيان كښې كړې دي۔ ده ووئيل چې نېب د بدعنوانې د مخ نيوي د موثره حكمت عملې په نتيجه كښې په سارك كښې د رول ماډل په توګه شمېرلې شي۔ نېب هغه يواځنې اداره ده كومې چې د سي پېك په پروژو كښې د كرپش مخ نيوي لپاره چين سره تفاهم لاسليك كړے۔ ده ووئيل چې كرپش د ټولو بدو كارونو جرړه ده٬ په پېنډې كښې د نېب په دفتر كښې فرانزك سائنس لېبارټري جوړه كړې شوې۔ ده ووئيل چې د نېب د اوسنې انتظاميې په دور كښې 50 اربه روپې بېرته ترلاسه كولو په قومي خزانه كښې جمع كړې شوې دي كومه چې يوه ځانګړې كاميابي ده۔ ده ووئيل چې نېب د خلقو باور زيات شوے۔ د كرپشن په مقدمو كښې د سزاګانو شرح 76 فيصد ته رسېدلې او دا هم يوه مهمه كاميابي ده۔ دې سره د پاكستان درجه بندې هم ښه شوې۔ ده ووئيل چې نېب د خپلې قومي ذمه وارې له مخې پاكستان د كرپش نه پاك هېواد جوړولو لپاره پوخ عزم لري٬ بېلا بېلو سركاري٬ غېر سركاري تنظيمونو او سول سوسائټې سره په ګډه د كرپشن مخ نيوي لپاره د شويو اقداماتو مثبتې نتيجې راوتلې دي۔(
متعلقہ مضامین
-
63 passengers test positive at Pakistan airports
-
Covid-19 hampers ship-breaking activities in Gadani: Report
-
Vaccination centres being increased in Punjab: Buzdar
-
Terrorists will never be allowed to disturb hard earned peace: Army Chief
-
Pakistan focusing on African countries to promote business: Sadiq
-
Farrukh says no one can be corrupt under Imran Khan
-
Pakistan, Sudan agree to efforts for Palestine issue resolution
-
PM expresses grief over demise of party leader in Peshawar
-
NCIPH calls dialogue to resolve conflict in Eastern Mediterranean
-
Pakistan on Israeli attacks: ‘Not conflict but a massacre’
-
IG Punjab commends police force for ensuring best security arrangements on the occasion of Eid-ul-Fitr
-
Street crimes register record rise in Karachi