بيجنګ 10مئی(اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د چين نېشنل انرجي اېډمنسټرېشن چيئرمېن ژانګ جيانګوا سره ديايو تيائي ګيسټ هاؤس كښې ملاقات كړے۔د پلاننګ كمېشن لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير سره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي٬سفير خليل هاشمي او نور سركاري افسران هم موجود وو۔وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال ووئېل ګرين كوريډور د كوم اعلان چې نائب وزيراعظم هي لائفنګ د پاكستان خپلې دورې په مهال كړے ؤ٬د سي پیك دوهم پړاؤ مهمه ستن ده۔د وزيراعظم شهباز شريف حكومت وژن سي پیك منصوبه په تندۍ سره بحالول دي۔ده ووئيل سي پيك فيز-1 له مخې د توان پروژو په پاكستان كښې د برېښنا په لوډشېډنګ قابو موندلو كښې مهم كردار ادا كړے۔د پاكستان حكومت د توان په څانګه كښې د اصلاحات كولو اراده لري دغسې چې صارفين او كاروباري ادارو ته لائن لاسز او د برېښنا غلا كمولو سره په ارزان بيعه برېښنا وركړی شي۔په دې موقع دواړو ډلو د توان انتظام نظام ښه كولو لپاره په نوو اقداماتو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دا ملاقات په بيجنګ كښې د پروفيسر احسن اقبال د جوائنټ كوآرډينېشن كمېټۍ(جے سي سي)غونډې راتلونكې دور تيارۍ سره سره د وزيراعظم د چين راتلونكې دورې تيارو برخه وه۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
PM tells Hafeez Shaikh to continue as finance minister
-
Tax depositors are encouraged to pay tax online. Mukesh Kumar Chawla
-
Opposition’s demand of mid-term elections unconstitutional: Governor
-
Women Champions
-
Women Champions
-
A Woman of Great Substance
-
Military kills 6 TTP commanders among 12 in back-to-back days