اسلام آباد 07 مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودی عرب د کاروباری پلاوي دوره د هېواد معیشت لپاره كاميابه ګرځولو سره وئيلي دي د سعودی کمپنیو په بېلا بيلو څانګو كښې د سرمایه کارۍ جاج اغستے،د سعودي پلاوې به د خپلې دورې پیشرفت څخه ولی عهد محمد بن سلمان او نور چارواكي خبروي ٬ د سعودی پلاوي وئيلي دي چې مونږ په پاكستان كښې يو نوے دور ليدلے،د پلاوي مشر د پاکستانو چارواكو د چمتوالي نيولو څخه زيات متاثره شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د وفاقی کابینې غونډه كښې كښې وكړه۔زیراعظم ووئيل د سعودي عرب کاروباری پلاوي د پاکستان دورہ وکړه او په پاكستان كښې د ميلمستياﺀ ئې اعتراف کړے۔د سعودی پلاوي مشر چې په څه ډول د پاکستانی چارواكو ستائنه كړې په هغې ډير خوشحاله شوې يو او د ورور هېواد سعودي عرب پلاوي په دې ستائنه مونږ وياړ لرو۔ ده ووئېل د سعودی پلاوي په بيلو څانګو كښې د سرمایه كارۍ په اړه د وزيرانو د تیاری هم ستائنه كړې ۔هغوې په دوره د اطمینان څرګندونې سره وئيلي دي مونږ په خوشحالۍ سره بيرته هېواد ته ستنيږو او سعودی عرب ته په رسېدو به مونږ دا خبره كوو چې په پاكستان كښې مونږ يو نوے دور ليدلے۔ ده ووئېل د پاکستان چارواكو د سعودی پلاوي له په ښه ډول پریزینټېشنز وركړے كوم چې د ډاډ وړ خبره ده۔د سعودي پلاوې به د خپلې دورې پیشرفت نه د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان او نور اړوند چارواكي خبروي۔ وزیر اعظم ووئيل په دوره كاميابولو كښې د تجارت وفاقي وزیر ،د پټروليم وفاقي وزیر، د خزاني وفاقي وزیر،د هوابازۍ وفاقی وزیر او د برېښنا وزير پشمول اړوند سیکرټریز او وزارتونو لوئې كردار ترسره كړے، دوي په زړه پورې هڅې د ستائنې وړ دي او زه په دې دوي له مباركي وركوم۔
متعلقہ مضامین
-
Camel milk highly nutritious, Pakistan home of best breeds of camels: Dr Jamshaid
-
SHC suspends order of Aamir Liaquat’s exhumation and autopsy
-
Corruption scandals of Imran, his front persons being probed: Interior Minister
-
Saudi delegation seeks investment opportunities in Punjab
-
CPEC’s 720MW Karot hydropower plant put to final pre-commissioning test
-
PTA conducts QoS survey across country
-
PTA conducts QoS survey across country
-
Coordinated efforts needed to overcome major challenges: Sherry
-
PAC orders inquiry into Russia cheap oil deal claims
-
Poliovirus found In London sewage samples
-
‘Microsoft Campus Connect Day 2022’ held to implement ETF
-
Budget takes back seat as MNAs target Imran, PTI