ریاض۔29 اپرېل(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې په غزه كښې له امن پرته په نړۍ كښې امن په ځايې كيدے نه شي٬ پاكستان د معيشت بهترۍ لپاره د بنيادي اصلاحاتو په ايجنډا عمل كوي٬ مونږ د موسمياتي بدلون په څير لويو چېلنجونو سره مخ يؤ٬ په نړيوال ماركيټ كښې د ګرانۍ د لاسه پرمختګ كوؤنكي هېوادونه ځپلې كيږي٬ د كروړونو ځوانانو آبادي زمونږ قيمتي اثاثه ده٬ د عصري ټېكنالوجۍ او فني تربيې دلارې مونږ دوئي د خپل روزګار پېل كولو جوګه كولې شوو٬ په فلسطين كښې امن په ځايې كول زيات ضروري دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د نړيوال اقتصادي فورم خصوصي غونډې د پايې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په نړۍ كښې تر هغه وخت امن په ځايې كېدې نه شي تر كومې چې په فلسطين كښې امن په ځايې شوې نه وي۔ كله چې وزيراعظم د غزه په اړه خبره وكړه نو هال كښې ناستو كسانو د دې ځواب د لاسونو پړقولو سره وكړو۔ ده ووئيل د يو كرېن شخړې د لاسه په ګرده نړۍ كښې د څيزونو بيعې آسمان سره خبرې كوي او پاكستان صنعت او كركيلې لپاره خام مال درآمد نه كړے شو۔ ده ووئيل دې ګرانۍ د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو ملا ماته كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان په هغه هېوادونو كښې دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو سببونو سره هېڅ تعلق نه لري٬ په اخراج كښې زمونږ برخه يو فيصد څخه هم كمه ده۔ ده زياته كړه چې په پاكستان كښې د تباهي خپرونكو سېلابونو دلاسه د زمكې زياتره برخه د اوبو لاندې راغله او د لكھونو په شمېر كورونه او ډنګر له مينځه لاړل۔ د سېلابي اوبو د لاسه په ګرد هېواد كښۍ رنځونه خپور شول۔ ده ووئيل حكومت د سېلاب ځپليو مرستې او بحالۍ له خپلو لږو وسائلو څخه 100 اربه روپۍ مصرف كړې۔ ده ووئيل مونږ د ملګرو ملتونو سعودی عربستان، خلیجی هېوادونو ، برطانیه، امریکا او نورو مننه كوؤ كومو چې په سخت وخت كښې زمونږ مرسته وكره۔ ده ووئيل د سېلاب د لاسه د پاكستان معيشت ته د 30اربه ډالرو زيان ورسېد۔ بيا پاكسان په جنېوا او نورو ځايونو كښې نړيوالې ورورولۍ سره رابطه وكړه۔ د قدرتي آفتونو د لاسه مونږ ګرانې قرضې واخستې كومه چې تېروتنه نه وه۔ ده د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ په لاره د روانولو عزم څرګندولو له د خپلې كورنۍ مثال وركړو۔ ده ووئيل زما پلار او د هغه ورور په غېر منقسم هندوستان كښې د يو غريب كسان بچي وو۔ هغوي د تقسيم په وخت لاهور ته راغلل۔ سخته خواري كولو سره په كال 1965 كښې زما پلار او كورنۍ په پاكستان كښې د سټيل انجینئرنګ تر ټولو لويه كمپني جوړه كړه خو د جنورۍ په 2 مه نېټه كال 1972 دا نېشنلائز كړې شوه۔ ده ووئيل زما كورنۍ غږ پورته كړو ٬ چېلنج يۍ قبول كړو او په 18 مياشتو كښې يۍ كمپني جوړه كړه۔ پاكستان ته په پېښو مسئلو خپلو خبرو كښې ده ووئيل د برېښنا په لويه كچه د غلا د لاسه پاور سېکټر تباهۍ سره مخ پاتې شو۔ ده ووئيل زه په معاشي چېلنجونو قابو موندلو له پاكستان لپاره د سعودي د مشرتابه ملاتړ د زړه له كومي تسليموم۔ ده په تېر وخت كښې د روغتيا او د زده كړو په څانګو كښې پاكستان سره د مرستې په كولو د برطانيې د نړيوال پرمختګ څانګې ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ځوانان زمونږ اثاثه ده او مونږ له به دوئي ته عصري آلات او ټېكنالوجي وركول وي دغسې چې دوئي په خپل لاس ګټه كوؤنكي جوړ كړې شي او د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار وكړې شي او د قوم په تعميري هڅو كښې خپله برخه واچولې شي۔ ده ووئيل حكومت به د عصري ټېكنالوجۍ دلارې او كسانانو ته غوره تخم او سره وركولو سره كركيلې ته وده وركړي۔ ده زياته كړه چې زمونږ مخې ته يو لويے كار دے او مونږ له اعلی برآمداتو ته خاص پام ګرځول وي او خپلو برآمد كنندګان ته به ترغيب وركول وياو خپل معدني وسائل او زرخېزه زمكه به كارول وي۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې پاكستان د پاك پروردګار فضل او بيا سختې خوارۍ سره په نړۍ كښې خپل صحيح مقام ترلاسه كولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
KP Govt to spend 25bln on health card during fiscal year 2022-23: Bangash
-
President for global efforts to save world from drought, ensure food security
-
KP Govt to spend 25bln on health card during fiscal year 2022-23: Bangash
-
Rafi Group arranges award show
-
Pakistan accedes to Apostille Convention on legalisation of public documents
-
IHC adjourns Maryam’s appeal in Avenfield case till 23rd
-
GBJA and Legal Aid Society sign MoU for alternate dispute resolution
-
Pakistan accedes to Apostille Convention on legalisation of public documents
-
Legal committee to be formed to raise Yasin’s case at global forums
-
Dua Zahra married of her free will: police
-
Dua Zahra married of her free will: police
-
Air pollution high in capital amid soaring heat, vehicular emissions