اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) پاکستان د هندي چارواكو لخوا د جمو و كشمير په مسلم کنفرنس په بټ او سمجهي ډلو د بندېز لګولو او د جمو و كشمير په جماعت اسلامي په موجوده بنديز كښې د نورو پنځو كالو زياتولو د پرېكړې غندنه وكړه ۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ د پرېس برېفنګ په مهال ووئيل د دې پرېكړې نه وروستو د هند په غېر قانوني قبضه جمو و كشمير كښې اته كشميري سياسي ګوندونه غېر قانوني ګرځولې شوي۔ دې ووئيل د دې سياسي ګوندونو مشران او كاركنان هم ظلم او جبر سره مخ دي او دا جابرانه اقدامات د نړيوالو بشري حقونو او د انساني حقونو بشپړه خلاف ورزي ده ٬ دې ووئېل هند په غېر قانوني قبضه كړي جمو و كشمير كښې د اختلاف رائے او اظهار رائے د آزادۍ هلې ځلې غلې كولو په اړه د هند د ناوړه ارادې عكاسي كوي۔ وياندې ووئيل هند دې د كالعدم کشميري ګوندونو نه بنديزونه په سمدستي توګه پورته كړي٬ ټول سياسي بنديوان دې خوشې كړي او د جمو و كشمېر په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو دې په سمدستي توګه عملدرآمد وكړي۔
متعلقہ مضامین
-
LHC orders inclusion of Alvi, Baligh in plea against Hamza
-
Pakistan, Turkey support each other on all core issues: PM
-
LHC orders inclusion of Alvi, Baligh in plea against Hamza
-
ECP publishes delimitation of constituencies
-
PM Shehbaz, Turkish FM discuss ways to strengthen bilateral ties
-
President summons National Assembly on June 6 for budget session
-
PM Shehbaz, Turkish FM discuss ways to strengthen bilateral ties
-
PM sets $5b target for Pak-Turk bilateral trade to reflect historic friendship
-
CLAS moot presents recommendations for a comprehensive lawfare strategy
-
Hamza resolves to serve masses during maiden cabinet meeting
-
Naval chief confers awards upon personnel
-
Naval chief confers awards upon personnel