اسلام آباد 18 دسمبر (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيې لنډ مهاله وفاقي وزير سيد مدد علي سندهي وئېلي دي عربي ژبه د مسلمانانو عظيمه اثاثه ده٬د عربي ژبې خذمت هم عبادت دے٬د پرمختګ يواځنے حل تعليم ته پام لرنه كښې دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نړيوال اسلامي پوهنتون تر سيوري لاندې د”عربي ژبه وده كښې د ادارو او كسانو كردار”په موضوع كنفرنس كښې په خپل خطاب كښې كړې۔وفاقي وزير ووئيل د عربۍ په وده كښې د نړيوال اسلامي پوهنتون كردار مثالي دے چرته چې مصر٬سوډان٬ د سعودي عرب پشمول نورو هېوادونو استاذان ښه كردار ادا كوي۔ده ووئيل د نړيوال پوهنتون پشان ادارو له په ټولنه كښې مخ په وړاندې تلل وي او بايد د پوهنتون په طرز تعليم نور پوهنتونونه هم خپل كړي۔كنفرنس ته د يمن سفير محمد مطهر العشبي په خپل خطاب كښې ووئيل عربي د قرآن ژبه ده٬مونږ مونځ په عرب كښې لولو٬د عربۍ ودې لپاره دې اقدامات وكړے شي۔په خپله وېنا كښې د پوهنتون لنډ مهاله صدر ډاكټر عبدالرحمان ووئېل په معاشي او علمي پرمختګ كښې د عربۍ ژبې كردار مهم دے۔۔كنفرنس ته ډاكټر حبيب الرحمان عاصم په عربۍ شاعرۍ او د دې په فصاحت مدلل خبرې وكړې او نورو مقررينو هم خطاب وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
IHC CJ seeks ‘exemplary punishment’ for lawyers involved in IHC rampage
-
IHC CJ seeks ‘exemplary punishment’ for lawyers involved in IHC rampage
-
IHC CJ seeks ‘exemplary punishment’ for lawyers involved in IHC rampage
-
PM rejects proposal for petrol price hike
-
TME organises Chinese New Year celebration
-
ATC seeks final arguments in Perween Rahman murder case
-
Global peace efforts in Afghanistan stressed to counter Indian proxy war against Pakistan
-
MULTINATIONAL MARITIME EXCERICISE AMAN-2021 CULMINATES WITH THE CONDUCT Of INTERNATIONAL FLEET REVIEW (IFR)

Opposition will be surprised by Senate results: Punjab Governor
-
Prime Minister desires transparent Senate elections: Shibli