اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د سينې كېنسر په اړه اولسي شعور بېدارولو له د نجي او سركاري څانګو په مشتركه هڅو زور راوړلو سره وئيلي دي نجي څانګه دې د برېسټ كېسنر ځپلو وګړو سره مرسته كولو كښې خپل كردار ترسره كړي٬ ميډيا او نور اسټېك هولډرز دې د سينې كېنسر په اړه د اولسي شعور بېدارولو كمپائن كښې مرسته وكړي٬مېرمنو ته دې د دې رنځ زر تر زره تشخيص كولو او د طبي لارښودنې ترلاسه كولو ترغيب وركړے شي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې ده د زيارت په ورځ د سېمنز هېلتھائنرز پلاوي سره ملاقات كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ صدر مملکت په ابتدائی اسکریننګ، د خپلې معائنې پخپله كولو او د غوره طبي خذمات په اهميت زور راوړو۔ ده ووئيل د نجي څانګې په مرسته شراكت داره ميډيا مهم او په تعليمي ادارو كښې وركشاپس او سيمينار اولسي شعور بېدارولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده د سينې كېنسر په اړه د خبرتيا كمپائن كښې د پي ټي اے او ټېلي كام كمپنيو كردار وستائلو۔ ده ووئيل د اكتوبر اولنۍ نېټې څخه د سينې كېنسر په اړه د خبرتيا پېغام چلولے شي په كوم كښې چې مېرمنو ته د خپلې معائنې كولو او په وخت د طبي مشورې اغستو تاكيد كولې شي۔ صدر مملكت ووئيل ميډيا هاؤسز دې د مارننګ او ټاك شوز نه ځانله هم اولسي بېدارۍ لپاره پېغامونه خپاره كړي۔ ده ووئيل په وخت تشخيص د سينې د كېنسر په درملنو راتلونكي مصاريف كمولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Abducted transgender recovered, kidnappers arrested
-
AJK to have special education package soon: Sultan
-
COVID-19: Pakistan reports 189 new cases, 4 deaths in last 24 hours
-
It’s been a year since I last met PM Imran Khan: Ch. Nisar
-
PTI emerges as most popular party in country: Rashid Hafeez
-
Governor writes letter to DG FIA for arrest of Jam Abdul Karim
-
One killed, two injured as trailer hits motorcycle
-
PTI emerges as most popular party in country: Rashid Hafeez
-
One killed, two injured as trailer hits motorcycle
-
Urs celebrations of Madhu Lal Hussain begin
-
It’s been a year since I last met PM Imran Khan: Ch. Nisar
-
Kite-flying incidents anger CM