اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير مرتضیٰ سولنګي وئيلي دي چې لنډمهاله حکومت به كومه غېر آئيني او غېر قانوني ضابطه نه جاري كوي۔ د شورو په ورځ د توان لنډمهاله وزير محمد علي او د توان سېكتر راشد محمود لنګړيال سره پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې مرتضی سولنګي ووئيل حكومت به د خپل آئيني مېنډېټ نه پرته يو قدم نه پورته كوي٬ ده ووئيل پاكستان كښې د برېښنا د بيعې زياتېدو په عناصرو كښې د برېښنا غلا لوے عنصر دے٬ هر كال د 589 اربه روپو برېښنا غلا كېږي٬ د توان په څانګه كښې اصلاحات د وخت ضرورت دے۔ وفاقي وزير ووئيل نننې پرېس كنفرنس د برېښنا د غلا په اړه دے او د برېښنا د بلونو اضافې په څير د نورو عواملو په اړه به ميډيا ته نور بريفنګ وركولې شي۔ ده ووئيل د لنډمهاله حكومت لخوا په راتلونكي وخت كښې د برېښنا صارفينو ته ريليف وركولو سره اړوندو اقداماتو څخه به ميډيا خبرولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل يو وزير ته هم مفت برېښنا نه وركولې كېږي۔ په دې موقع د پرنسپل انفارمېشن آفيسر او د اے پي پي اېم ډي محمد عاصم کھچي هم موجود ٶ
متعلقہ مضامین
-
Govt focussed on providing basic facilities to people: Firdous
-
Bilawal pays rich tribute to Shaheed Salmaan Taseer
-
SALMAN TASEER – A PRINCE AMONG MEN
-
Salman Taseer: tribute to a true hero
-
SC for making JIT reports part of Perween Rehman murder trial
-
Construction of Pakistan’s third and biggest Shaukat Khanum Hospital Karachi is underway
-
IG Punjab orders action against land grabbers
-
China helping Pakistan boost its exports
-
Civil society welcomes LHC order requiring EIA of Ravi Urban Development Project
-
Opposition suggests amendments to NAB laws
-
SC issues notices to AGs, assembly speakers on Senate polls reference
-
The Quaid-e-Azam truck stand faces troubles