اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهبازشریف وئيلي دي چې تيرو 16 مياشتو كښې د تاريخ لوئ غیر متوقع چیلنجونو سره مخ ؤ، زمونږ د اقداماتو په وجه هېواد د ډیفالټ خطر څخه بچ شوي،نن پاكستان د اپریل 2022 څخه بهتر دې۔د شورو په ورځ خپل يو ټويټ كښې ده ووئيل نن د كابیني په خصوصی غونډه كښې ما د كابيني ملګرو په مرسته او حمایت د هغوي مننه كړي۔ تيرو 16 مياشتو كښې د تاريخ لوئ غیر متوقع چیلنجونو سره مخ ؤ، زمونږ د اقداماتو په وجه هېواد د ډیفالټ خطر څخه بچ شوي ۔ ده ووئيل د پاكستان سیاسی قوتونه په يوه قامي ايجنډا راجمع كول زمونږ د جمهوری نظام د ارتقا نمائندګی كوي۔وزیر اعظم وئويل سخت سېلاب له امله هېواد د ډیفالټ څخه بچ كولو لپاره د پاكستان سفارتی اړيكو تعمیر نو نه تر ګورننس چیلنجونو سمولو لپاره د بحرانونو څخه تير شوې يو، مونږ اجتماعی تګلاره خپله كړي۔ده ووئيل الحمدلله، اګست 2023 كښې پاكستان د اپریل 2022 په مقابله كښې زيات بهتر دې۔ ده ووئيل نن د كابیني په خصوصی غونډه كښې ما د كابيني ملګرو په مرسته او حمایت د هغوي مننه كړي، زه د هغوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوم۔
متعلقہ مضامین
-
Aleem Khan meets PML-N supremo Nawaz Sharif in London
-
Ehsaas bazaars reflect PTI’s sincerity to masses: Laghari
-
Youth killed after kite string slits throat
-
Ehsaas bazaars reflect PTI’s sincerity to masses: Laghari
-
Aleem Khan meets PML-N supremo Nawaz Sharif in London
-
Youth killed after kite string slits throat
-
Wateen, Cisco partner with Beaconhouse for managed internet services
-
Kingdom Group wins two plots in downtown auction
-
Late Kashmiri leaders KH Khurshid, Justice (R) Majeed Malick remembered
-
RE/MAX launched in Lahore
-
India’s Hindu nationalist BJP leads in disinformation race
-
RE/MAX launched in Lahore