اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د هندي سپريم كورټ لخوا د هند غېر قانوني قبضې لاندې د جمو و كشمير خاص حېثيت منسوخ كول برقراره ساتلو پريكړه په سختۍ سره رد كړی ده او په پريكړه يې د سختې مايوسۍ څرګندونه كولو سره وئېلي دي د هند عدليې د فاشسټ هندو توا نظريے په وړاندې سر ښكته كړے او د هندي حكومت په حق كښې ئې پريكړه كړې ده ۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ووئيل پاكستان د هندي سپريم كورټ د مقبوضه جمو و كشمير خاص حېثيت خاتمې برقرار ساتلو پريكړه په سختۍ سره رد كوي٬دغسې پريكړې د هند په مقبوضه جمو و كشمير قبضې ته قانوني حېثيت نه شي وركولې ځكه چې د جمو و كشمير مسئله په نړيواله كچه تسليم شوې شخړه ده كومه چې د 7 لسيزو څخه زياتې مودې څخه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا پرته ده۔صدر مملكت ووئيل د هند عدليي د هندي حكومت لپاره پريكړې كړې ٬دا ډول پريكړې د هند مقبوضه جمو و كشمير قبضه كولو له قانوني حېثيت نشي وركولې۔صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د جمو و كشمير مسئله په يو نړيواله كچه تسليم شوې شخړه ده كومه چې د 7 لسيزو څخه زياتې مودې نه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا موجود ده۔صدر مملكت د هندي سپريم كورټ د پريكړې سخته غندنه كولو سره ووئېل په هندي عدالتونو كښې د مسلمانانو په ضد د پريكړو كولو يو تاريخ پروت دے٬ بابري مسجد٬سمجهوته ايكسپرېس٬حېدر آباد مكه جومات چاودنه او په 2002 ګجرات فسادات په مهال د نرودا ګام عامې وژنې پريكړه د دې مثالونه دي۔صدر مملكت ووئيل ټول پاكستانے قام د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د كشميريانو وروڼو تر حق خود ارادايت ترلاسه كولو د هغوي اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له عزم لري۔
متعلقہ مضامین
-
Aleem Khan, Nawaz Sharif ‘discuss politics in London’
-
Man injures in road mishap
-
Man injures in road mishap
-
Nayeem Khan welcomes UN rapporteur’s report denouncing HRVs in IIOJK
-
AJK govt to establish model tourism spot along with Neelum river
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
DC orders to seal six illegal bus, wagon stands
-
Govt. launches Gender Policy Framework 2022
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid
-
306 new cases of Covid-19 reported
-
Pakistan’s economy on path of sustainable growth: PM