اسلام آباد 01 ستمبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال عاصم منير وئيلي دي چې پاکستان داسې منطقه غواړي چرته چې امن وي٬ تجارت٬ ټرانزټ او سرمايه كاري سوئيلي٬ لويديزې او د مېنځنۍ آسياء ټولو رياستونو لپاره د خوشحالۍ سبب وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د امن مشن د وزارتي غونډې د تيارو جاج اخستو غونډې ته د خاص مېلمه په توګه خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع خارجه وزير جليل عباس جېلاني هم وېنا وكړه۔ د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخې د ملګرو ملتونو د امن مشن وزارتي غونډې حوالې سره د تيارو جاج اخستو لپاره غونډه په اسلام آباد كښې په 30 او 31م اګست وشوه٬ د غونډې مشتركه كوربتوب پاكستان او جاپان كړې۔ په غونډه كښې د بېلا بېلو هېوادونو استازو٬ د ملګرو ملتونو لوړ پورو او په اسلام آباد كښې د سفارتي ورورولۍ غړو ګډون وكړو۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر د نړيوال امن په بحالۍ كښې د ملګرو ملتونو د كردار ستائنه كولو سره امن ډلو ته پېښ زياتې شوې چېلنجونو او خطرې رامخې ته كړې۔ ده په ملګرو ملتونو زور رواړو چې هغه دې په امن مشن كښې د شامل ځوانانو تحفظ او امنيت باوري كړي۔ سرلښكر ووئيل پاکستان داسې منطقه غواړي چرته چې امن وي٬ تجارت٬ ټرانزټ او سرمايه كاري سوئيلي٬ لويديزې او د مېنځنۍ آسياء ټولو رياستونو لپاره د خوشحالۍ سبب وګرځي ۔ ده سلامتي كونسل او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر څخه د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې د سوله ايز حل غوښتنه وكړه۔ د دې نه وړاندې انډر سيکريټري جنرل ډيپارټمنټ آف پيس آپرېشنز د کنفرنس د كوربتوب او نړيوال امن لپاره د قدر وړ كردار په لوبولو د پاكستان مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
Pakistan won’t relent until Kashmiris attain freedom: envoy
-
Pakistan, China ink framework agreement on industrial cooperation under CPEC
-
Pakistan stands with people of occupied Kashmir: Gilani
-
PM joins world leaders as glitzy Beijing Winter Olympics kick off
-
Digital data of Pakistan’s planned area launched
-
Peace in country result of army’s struggle against terrorism: Ashrafi
-
Hospitals, labs directed to reduce test rates
-
LUMS VC named International Educator of the Year
-
Minister urges people to adopt healthy lifestyle against cancer
-
Electronic fuel charging tech in brick-kiln industry to minimize environmental pollution
-
Third LNG terminal likely to be operational next year: Hammad
-
Minister urges people to adopt healthy lifestyle against cancer