اسلام آباد 08فروری(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي چې داسې پبلك سېكټرانټرپرائزز د كومو د نجكارۍ سفارش چې نجكارۍ بورډ كړی دې د هغې د نجكارۍ عمل دے لا تند كړے شي٬د نجكارۍ په عمل كښې سپيځلتيا وړومبۍ ترجيح پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پبلك سيكټر انټرپرائزز نجكارۍ په اړه د مهمې جاج اخستو غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د پبلك سېكټر انټرپرائزز نجكارۍ عمل د رفتار جاج واخستې شو۔ په غونډې كښې ګډون كونكو سره خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې حكومت د پبلك سېكټر انټرپرائزز نجكارۍ عمل ډاډګيرنه كوي۔ده هدايت وكړه چې داسې پبلك سيكټر انټر پرائزز د كومو د نجكارۍ سفارش چې نجكارۍ بورډ كړې دې د هغې د نجكارۍ عمل دې لا تند كړې شي دغسې چې دا عمل په سپيځلې ډول او دنړيوال بېسټ پريكټسز په رڼا كښې بشپړ كړے شي۔ په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار٬د توان وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير٬د وزيراعظم صلاحكار احد چيمه٬د پېټروليم وزيرمملكت مصدق ملك٬د وزيراعظم خاص مرستيال محمد جهانزېب خان او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو
متعلقہ مضامین
-
PMLN leaked fabricated clips aimed at pressuring judiciary: Fawad
-
61k people get free treatment through Sehat Plus Card
-
UNHCR KP chief calls on Governor
-
61k people get free treatment through Sehat Plus Card
-
NAB initiates action against impersonators
-
IGP asks officials to improve police stations performance
-
Man sentenced to death in murder case
-
IGP asks officials to improve police stations performance
-
Court reserves decision on plea seeking provision of CCTV footage
-
NAB chairman reviews progress on mega corruption cases
-
Three killed in car, pick-up collision in Nankana Sahib
-
Tahirul Qadri dials Pervaiz Elahi to inquire Ch Shujaat’s health