اسلام آباد 25 جنوری(اے پی پی)د وزيراعظم د نشه اي توكو مخ نيوي خاص مرستيال عطاﺀالله تارړ وئېلي ديد فواد چوهدري په ضد د آئين او قانون له مخې مقدمه درج كړی شوې٬په دې اړه به د انصاف تقاضې پوره كولې شي٬عمران خان هېواد سره ټوقې كړي٬ټيريان جے وائټ كيس كښې د عمران خان نااهلي جوړېږي٬په سائفر كيس كښې زندان ته تلے شي ٬فواد چوهدري سره كوم هم ډول امتيازي سلوك نه دې پكار۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په پي ټي وي هېډكواټرز كښې د مسلم ليګ لارښود عابد شېرعلي سره خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔ده ووئيل تېره شپه د ټاكنو كميسون سېكرټري ته درخواست ترلاسه شوے چې فواد چوهدري نه يوازې د ټاكنو كمېشن په اړه ناوړه خبرې كړي بلكې د ټاكنو كمېشن چيف٬افسرانو او نورو غړو په اړه وئېلي دي چې د هغوي كورنيو څخه به حساب اخلو كوم چې د آئين او قانون له مخې سنګين جرم دے بلكې د يوې آئيني حېثيت لرونكې ادارې په اړه دا الفاظ كارولې شوي۔ ده ووئېل د لاهور ځايې عدالت ټرانزټ ريمانډ وركړے ٬نهال هاشمي هم د دې ډول الفاظ په كارولو 6 مياشتې زندان تېر كړے٬هغه د سېنېټ چوكۍ څخه اخوا كړے شوے ؤ ځكه د انصاف دوه مخيز معيار نشي كېدے٬ ده ووئېل كه چرې د نهال هاشمي لپاره دا سزا وه نو اوس خو د فواد چوهدري په ضد يوازې پرچه درج شوې ٬د فواد چوهدري په ضد پرچه د بشپړه آئيني او قانوني تقاضو له مخې درج كړې شوې ۔ده ووئيل د فواد چوهدري په اړه به ټولې قانوني تقاضې پوره كولې شي
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
FIR registered against UAF ex-VC, registrar
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Primary schools open from today across country