ملګري ملتونه 21 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د کشميريانو د آزادۍ هلې ځلې غلې كولو او دا د ترهګرۍ په توګه وړاندې كولو لپاره د هند په ګمراه كوٶنكو معلوماتو آډانه د منظم كمپائن غندنه كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور رواړے چې ھغوي د دې ناسمه او د ګمراه كوٶنكو معلوماتو د وباء لاره نيولو لپاره اقدامات وكړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منير اکرم د عمومي اسمبلۍ ٬ سماجي٬ انساني او د كلتوري چارو تهرډ كمېټۍ كښې په بشري حقونو وېنا كښې ووئيل نړيواله ورورولي بايد داسې طريقه خپله كړي چې د هند٬ د پاكستان او د غېر قانوني تسلط لاندې كشمير كښې د مېشته اولس او په هند كښې د مسلمانانو او نورو اقليتونو په ضد ناسمه او د ګمراه كوٶنكو معلوماتو جنګ بې نقابه كړي او د دې جنګ مالي معاونت كوٶنكي ځواب وركوٶنكي وګرځوي۔ ده ووئيل ډيجيټل دور د ناسمه معلوماتو دور جوړېدو خطر دے ٬ په خاص توګه آن لائن پليټ فارمز او د سوشل ميډيا د لارې د ناسمه معلوماتو بې درېغه خپرولو ځخه سماجي اړي ګړي، كركجنو وېناګانو ، نسل پرستۍ، امتيازي سلوك، زينوفوبيا يعني غېر ملکيانو نه كركې او اسلامو فوبيا ته وده وركړې شوې ۔ ده ووئيل نړيواله ورورولي دې د كشميريانو د آزادۍ هلې ځلې د ترهګرۍ په توګه وړاندې كولو لپاره د هندي كمپائن لاره نيولو لپاره اقدامات وكړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Pakistan registers protest with Indian diplomat over ceasefire violation
-
NAB to summon Maulana Fazl in assets beyond means inquiry
-
Pakistan allows primary schools to resume classes from Sept 30
-
Motorway rape victim agrees to record statement, identify culprit: reports