اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي)د هند ناظم الامور خارجه دفتر ته رابللو سره د هندي قابض ځواكونو لخوا د حريت پسند كشميري لارښود سيد علي شاه ګېلاني مړي سره په بې رحمه او غېر انساني سلوك سخت احتجاج وكړے شو۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د پاكستان د موقف نه خبرولو سره د هند ناظم الامور ته ووئيلې شو چې د هندي قابض ځواكونو لخوا د سيد علي شاه ګېلاني مړې د ھغه د كورنۍ نه په زبردستۍ اخستل او د ھغه د مرضۍ له مخې د ارواښاد د ښخولو اجازه نه وركول د شرم وړ عمل٬ د نړيوال انساني قوانينو او د بشري حقونو د ټولو اصولو بيخي خلاف ورزي ده۔ په هندي ناظم الامور زور رواړے شو چې هند بايد د هر ډول ناوړه ګام پورته كولو نه ډډه وكړي كوم چې سيمه ايز امن نور خطر سره مخ كولے شي۔ ناظم الامور ته د پاكستان مستقل موقف ورياد كړے شو چې هندي سركار له په سمدستي توګه په مقبوضه كشمير كښې غېر قانوني پوځي محاصره ختمول پكار دي، دغسې هند دې د مقبوضه سيمې آبادياتي ډهانچې بدلولو كام نه هم لاس په سر شي٬ د 9 لكه نه زيات قابض پوځ دې بېرته راوبللې شي او د بشري حقونو خلاف ورزۍ دې هم ختمه كړي۔ د هند ناظم الامور د پاكستان د اصولي دريځ نه خبر كړے شو چې په منطقه كښې تل پاتې امن د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوند قراردادونو او د كشمير اولس د هيلو له مخې د جمو و كشمير كشالې سوله ايز حل سره تړلے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
Shibli terms Imran Khan upright, brave leader
-
Upcoming Cricket Superstars Of Pakistan
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
AMAN-21-The message resonates
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Another minor girl raped in Khairpur
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Aman-21: the message resonates