اسلام آباد۔11مئی(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د طاقتورې ډلې د قانون تابع كول د جهاد برابر ګڼلے شي۔ د قانون سرلوړۍ نه غېر كومه ټولنه پرمختګ كولې نه شي۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د نهې په ورځ په ټی وی “ستاسو وزيراعظم تاسو سره”پروګرام كښې د اولس د پوښتنو ځواب وركولو په مهال وكړه۔ هغه ووئيل په مدينه منوره رياست كښې د قانون حكمرانۍ اصولي په عملي شكل كښې موجود و ځكه خو دغه ټولنه ټول انسانيت لپاره يوه مثالي ټولنه وګرځېده۔ وزیراعظم عمران خان ووئيل په تاريخ كښې د هغه قامونو نامه نه پاتې كېږي كوم چې د قانون سرلوړي نه لري۔ هغه ووئيل كله چې د هېواد حكمرانان قامي خزانه لوټ كول پېل كړي نو هېواد تباه شي۔ هغه ووئيل په بې وزله هېوادونو كښې هر كال نزدې د يو زر اربه ډالره مني لانډرنګ كېږي۔ هغه ووئيل د قانون د حكمرانۍ مطلب كمزورې ډلې ته تحفظ وركول دي۔ د پرمختګ كړې هېوادونو د پرمختګ راز د قانون په سرلوړۍ كښې دے۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف بنياد په يو ډول انصاف وركولو اېښودلے شوے دے او هغه هېواد كښې د قانون حكمرانۍ او فلاحي رياست جوړولو له هڅې كوي
متعلقہ مضامین
-
New LG system will bring governance revolution: PM
-
New LG system will bring governance revolution: PM
-
4 children die in Tharparkar after having poisonous food
-
Pakistan is all set to benefit from COVID-19 vaccines
-
Rescue Cadet Corps Mobile App launched to save lives and promote safety
-
Pakistan rejects India’s misleading assertions in Jadhav’s case
-
Pakistan urges world to help establish Palestinians’ independent state
-
PM calls for $500 billion fund for poor countries: Shibli
-
‘Youm-e-Dua’ observed on call of govt and Ulemas to get rid of Coronavirus pandemic
-
Vertical Programs! A decision by government
-
Vertical Programs! A decision by government
-
28 years after razing of Babri Mosque, persecution of Muslims continues in India