اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) سېنېټ د پاکستان الېکټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټۍ په (بدلون) بل 2020 غور لپاره تحريك مسترد كړے۔ د ګل په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سېنېټر فېصل جاوېد د پاکستان اليکټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټۍ (بدلون) 2020 د وړاندې كولو تحريك پېش كړو۔ فېصل جاوېد ووئيل بل د ميډيا ورکرز ملازمتونو د تحفظ پحقله دے ځكه چې ميډيا ورکرز سره ټي وي چېنلز هېڅ لوظنامه نه كوي او دوي ته تنخا هم په وخت نه وركوي ٬ په دې لړ كښې به پېمرا د بېلا بېلو چېنلو د ملازمانو د کنټريکټس او د دوي په کنټريکټس د عمل درآمد او تنخاګانو د عدم ادائيګۍ د چارو جاج اخستې شي او دا د اظهار ازادۍ يا قدغن سره هېڅ تعلق نه لري۔ سېنيټر شيري رحمان ووئيل پېمرا يوه رېګولېټري اداره ده او د اظهار ازادۍ لپاره دا نه شي استعمالېدې٬ مونږ د دې بل ملاتړ نه كوٶ٬ سېنېټر رضا رباني ووئيل د بل منظورۍ سره به د صحافت په آزادۍ قدغن ولګي، بله لاره راوباسې نو بيا مونږ مرستې له چمتو يو۔ سېنيټر محسن عزيز ووئيل په كمېټۍ كښې په دې بل دوه ځله غور شوے ٬ هلته يو غړي اعتراض نه دے كړے٬ دا بل منظورول پكار دي ځكه چې د دې تعلق د انساني حقونو پامالۍ سره دے٬ د مخالفې ډلې غړي ميډيا مالكان هم خوشحالول غواړي او ملازمان هم، داسې نشي كېدې۔سېنيټر مشتاق احمد ووئيل د صحافتي نتظيمونو او د پوهانو دې وړومبې رائے معلومه كړې شي او بل دې كمېټۍ ته بېرته ولېږلې شي۔ سېنيټر خوش بخت شجاعت ووئيل د دې بل د لارې د صحافت آزادي نه مجروح كېږي٬ د صحافت آزادي موجود او محفوظ ده، كه اړوندو ډلو ته دا بل بېرته ولېږلې شي نو بيا د كمېټۍ څه حېثيت پاتې كېږي چا چې دا منظور كړے٬ بل بايد من و غن منظور كړے شي۔ سېنيټر فېصل جاوېد ووئېل ميډيا وركرز ته تنخاګانې نه ترلاسه كېږي
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Army captain martyred in clash with terrorists