سوات 29 ستمبر (اے پي پي) د سيفران او كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي تش په نوم د بدلون په نامه اولس له دهوكه وركونكې ګوند پاكستان تحريك انصاف حكومت پرله پسې په دريم ځل د حكومت باوجود اولسي مسئلو حل كولو كښې ناكامه شوې، خېبر پښتونخوا كښې د صحت او تعليم څانګي تباه كړې شوي، پاكستان كښې د ترهه ګرۍ هيڅ ګنجائش نشته۔د اتوار په ورځ سوات سنګوټه كښې د ګوند كارمندانو ته خپله وينا كښې ده ووئيل غير ضروري مشقونو او تجربو په وجه خېبر پښتونخوا كښې د صحت او تعليم څانګي تباه كړې شوي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا كښې د اولسي مسئلو حل كولو ، ګورننس او صحت او تعليم څانګو ته پام لرني كولو په ځائے د ټيكس وركونكو روپۍ د پي ټي آئي قيادت په احتجاج او غير معقول سياست استعمالوي چې ورسره د عامو وګړو مشكلات زيات شوي۔ده د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ له مشوره وركړه چې د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعو كښې اولسي غونډي وكړي چرته چې امن او امان صورتحال خرابيږي او وګړي د ماښام نه پس د كورونو څخه بهر نه شي راوتللے۔ده ووئيل جنوبي ضلعو كښې د امن و امان صورتحال ښه كولو ته پام لرني كولو په ځائ بدعنوانۍ او خراب طرز حكمرانۍ نه علاوه د بدعنوانۍ كيسونه خېبر پخښتونخوا كښې رامخې ته كږي ۔ ده ووئيل صوبائي وزيران او صلاحكار په يو بل د كرپشن تورونه لګوي چې ورسره د خېبر پښتونخوا حكمرانانو د كرپشن مخالف ادعاګاني په ډاګه شوي۔ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د افغان دولت سره په څه هم معامله د خبرو اترو كولو اختيار نه لري بلكه دا د وفاقي حكومت مينډيټ دے۔ انجينئر امير مقام ووئيل حكومت د ترهه ګرۍ په ضد زيرو ټالرنس خپل كړې او چا له به هم بيا په سوات كښې د امن خرابولو اجازت نه شي وركولې۔انجينئر امير مقام د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته په كامياب خطاب او دوره مباركي وركړه ۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ كښې د كشمير او فلسطين مسئلې كاميابۍ سره رامخې ته كولو سره د پاكستانيانو او كشميريانو او فلسطينيانو زړونه ګټلي دي۔
متعلقہ مضامین
-
Artists join hands to raise funds for flood-victims
-
PNC to shut down illegal nursing intuitions
-
Food subsidy to provide relief to weaker segments of society: Ilyas
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab
-
IHC rejects request to stop CDA chairman from working
-
Court has no idea of regime change losses
-
Alvi trying to arrange govt-opp meeting
-
Senior journalist Ayaz Amir’s daughter-in-law found dead in Islamabad
-
Accountability court suspends Ishaq Dar’s arrest warrants till October 7
-
Dengue outbreak getting worse in Karachi
-
Bravery, hospitality, veracity hallmarks of Pashtoons: Bizenjo
-
Senior journalist Ayaz Amir’s daughter-in-law found dead in Islamabad