پنډۍ ۔ 13دسمبر(اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اېم اېل ون لپاره پاكستان او چين بېلې بېلې كمېټۍ جوړې كړې دي۔ اېم اېل ون چين جوړوي ٬ اېم اېل ټو له روسيه خوښي څرګنده كړې ده ۔ د اېم اېل ټو ٬ تھري او فور لپاره چې څوك هم راتلل غواړي هركلې به ئې كولې شي۔ نن د خالي په ورځ به 25 كاله وروستو د جلو سرکلرټرېن پرانسته كولې شي۔ د تېز ګام پېښې وړاندې كړې شوې انكوائري راپور متنازعه دے۔ په راتلوونكو لسو ورځو كښې به بې پرې راپور بشپړ كړې شي۔ د مريم نواز او فريال تالپور په اړه كابينې څخه د دوئي په حق كښې د پرېكړې راتلل راته نه ښكاري۔ د كومو 5 كمپنيو ډائرېكټر چې بلاول دے د هغې پلي بارګېن به تر مارچ مياشتې رامخې ته ۔ ده د جمعې په ورځ پنډۍ څخه تر سرګودھې د ټرېك معائنې په پېل په پنډۍ رېلوے سټېشن ميډيا سره خبرې كولې۔ وفاقی وزیر په مخصوص كوچ كښې پنډۍ څخه تر سرګودھې د ټرېك معائنه وكړه۔ ده ووئيل مونږ رېلوے خسارې څخه ويستلو له د 5 كلونو هدف ټاكلې ؤ ولې كوم رفتار چې روان دے د دې ترمخه به په 3 كاله كښې په خساره قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل دې كاميابۍ كښې د رېلوے افسرانو او مزدورانو د شپې ورځې محنت شامل دے۔ ده ووئيل د رېلوے وزارت لخوا وزيراعظم عمران خان ته د رېلوے د ګرېډ 1 نه تر د 16 ګرېډ ملازمانو اپ ګرېډ كولو سمري لېږلې شوې ۔ ده ووئيل عدالت څخه د حكم امتناعي ختمېدو سره به سمدستي ټول ټي اېل اے ملازمان مستقل كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل دا مهال پاکستان رېلوے 138 مسافر ټرېنونه او 12 څخه تر 15 مال ګاډي هره ورځ په كاميابۍ چلوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د يو ټاكلي حكومت په ضد غېر آئيني او غېر جمهوري لارې كارولې شي۔ ده ووئيل د وكيلانو او ډاكټرانو ترمينځھ جھګړې ټول هېواد غمجن كړې ۔ په درېو مياشتو كښې به په ګرانۍ قابو وموندلې شي۔ هېواد به اوس ښه شي۔ د نېب لخوا به ښه خبرونه رامخې ته شي او پېسه به هم بېرته راشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د هند مسلمانان ټولې نړۍ ته سترګې په لار دي۔ ۔ وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د پوهنتون طالبعلمانو ترمينځھ نښته د افسوس وړ ګرځولو سره ووئيل اوس خو لا د طلباﺀ يونينز د بحالۍ خبره روانه ده۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan to observe a day of ‘mourning’ over Queen Elizabeth’s death
-
Demand jumps by 800MW with one degree increase in temperature: Miftah
-
Options under consideration for in-house change in Punjab: SAPM
-
Pakistan to observe a day of ‘mourning’ over Queen Elizabeth’s death
-
Nation observes 74th death anniversary of Quaid-e-Azam Muhammad Ali Jinnah
-
Pakistan to observe a day of ‘mourning’ over Queen Elizabeth’s death
-
Flood affected power transmission system fully restored: Dastgir
-
Flood affected power transmission system fully restored: Dastgir
-
Zara Noor Abbas opens up about her miscarriage
-
Pakistan races to keep floodwaters out of Dadu power station that supplies millions
-
Pakistan no longer produces Panadol; shortage anticipated
-
Employee allegedly raped in a private school in Jhelum for 3 years