اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو خاص مرستيالې د پاكستان او جاپان ترمېنجه د اطلاعات او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور رواړې۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د شورو په ورځ د جاپان سفير سره تېره ورځ ملاقات كښې وكړې۔ دې وئيل د كلتور په څانګه كښې دوه اړخيزه مرستې سره به نه يوازې د يو بل په دود دستور پوهېدو كښې مرسته ترلاسه شې بلكې د اولس ترمېنځه شريكې اړيكې به هم قوي شي۔ دې ووئيل جاپان ګرده نړۍ كښې په ټېكنالوجۍ كښې جدت او د پرمختګ له امله سرفهرست دے ۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د جاپان مېرمنې د ژوند په هره څانګه كښې ناريناٶ سره اوږه په اوږه كار كولو سره د جاپان په پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار لوبوي۔ په دې موقع د جاپان سفير دجاپان پرمختګ پحقله د ډاكټر فردوس عاشق اعوان د خيالاتو مننه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه په قامي ټي وي نېټ وركس كښې د شريكې مرسته لا زياتولو په حاجت زور رواړو۔ د جاپان سفير ووئيل پي ټي وي او راډيو پاكستان كښې د جديد ټېكنالوجۍ په بنياد په اپ ګرېډېشن كښې د سرمايه كارۍ خواهش لرو۔ د جاپان سفير ووئيل چې په ټوكيو كښې د كال 2020 په پېرا اولمپكس كښې به د پاكستان د هاكۍ لوبډلې ته په راتګ هركلې وايو
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
No country can develop unless giving opportunities to women: Marri
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan
-
MPs panel approves ECP members from Punjab, KP
-
Pakistani handicrafts have potential to get more market space in China
-
Another police inspector shot dead
-
65 vehicles, 52 motorcycles recovered during current year, NA told