اسلام آباد ۔ 6 اپریل (اے پی پی) برطانیه كښې د پاكستان تعينات هائي كمشنر محمد نفيس زكريا پاكستان كښې د ټولې بېلو طبقو په پرمختګ كښې د برطانوي مشنريز ٬ د تعليم پوهانو او مخيرو حضراتو كردار ستائلو سره وئيلي دي پاكستانې اولس د برټش مشنريز او د زده كړو پوهانو ښه كارونه اوس هم يادوي۔ په خاص توګه د پاكستان جوړولو په هڅو كښې د مسيحي ورورولۍ لخوا د قائد اعظم محمد علي جناح ملاتړ د ستائنې وړ دې۔ د پاكستان آئين د كوم فرق نه غېر د ټولو وګړو د حقونو د تحفظ ضمانت وركوي۔ دا خبرې ده تېره ورځ هائي كمېشن لندن كښې پاكستان كښې د خذمت ترسره كؤونكو برطانوي مشنريز ٬ د تعليم پوهانو او د مخير حضراتو په درناوي كښې د استقباليې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔”د مينې سفر”په سرخط ايونټ برټش فرېنډز آف پاکستان او برطانیه كښې پاكستاني تاركين وطن سره رابطو لپاره د هائي كمشنر محمد نفيس زكريا د ګامونو برخه ده۔ دستوره كښې برطانوی مشنریز، د تعليم پوهانو ٬ مخير حضراتو ٬ پارلماني غړو ٬ كونسلرز ٬ ميډيا او د پاكستاني كميونټۍ غړو لوئې شمېر كښې ګډون وكړو۔ په دې مهال خپل خطاب كښې هائي كمشنر نفیس زکریا ووئيل پاکستان د کرسچیئنز،سکھ، بدھ مت، هندو، پارسی، زردشت او کالاش په بېلو عقيدو او كلتوري اقدارو مشتمل هېواد دې۔ د پاكستان آئين د ټولو اقليتونو د كوم فرق نه غېر د تحفظ ضمانت وركوي۔ برطانوي مشنريز او پوهانو خپلو خبرو كښې د پاكستان د مېلمستيا ٬ مذهبي همغږۍ او زغم ستائنه وكړه۔ برټش فرېنډز د هائي كمشنر د خېر سګالۍ جذبې ستائنې سره ووئيل دې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي
متعلقہ مضامین
-
FM condoles with UAE President on demise of Sheikh Khalifa
-
SC adjourns hearing on Presidential reference seeking interpretation of Article 63-A
-
SC adjourns hearing on Presidential reference seeking interpretation of Article 63-A
-
Pakistan’s export of sesamum seeds to China up 102%
-
Right to self-determination only salutation to Kashmir issue: Mishal
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Court adjourns reference against Zardari till June 9
-
IHC seeks comments from ECP, political parties on PTI’s appeal
-
One dead, over dozen injured in Karachi blast
-
PM starts consultations with coalition partners
-
Foolproof security of educational institution top priority of Police: IGP
-
Ex-PM gets ‘foolproof’ security amid threats