اسلام آباد ۔ 19 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او اصلاحات وزارت د نېشنل هائي وے اتھارټي پرمختيائي كارونو له د 1 كھرب 57 اربه 94 کروړه 13 لكه روپو فنډز جاري كړې دي۔ حكومت ددې ډويژن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال د يو كھرب 85 اربه 19 كروړه روپو فنډز بېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن جاري كړې شمېرو لمخې حکومت پشاور ناردرن بائی پاس له 70 کروړه، د كال 2010ء سېلاب ځپلې املاك بحالۍ 21 کروړه 66 لكه، چترال آیون روډ له 12 کروړه، بسیمه خضدار روډ له 20 کروړه، برهان ۔هکلہ موټروے له 10 اربه روپۍ ،کاریک ډیوېلپمنټ پروګرام له 12 کروړه،چترال۔ګرم چشمه روډ له 20 کروړه، کے کے اېچ فېز ټو حویلیاں ۔تھاہ کوټ له 50 کروړه ،د جګلوټ ۔سکرود روډ اپ ګرېډېشن له 1 ارب 40 کروړه ،لاهور ۔ملتان موټروے له 16 اربه 26 کروړه ، د سی پېک ترسېوري لاندې رائے کوټ ۔اسلام آباد سېکشن جوړولو له 60 کروړه او لواری ټنل سره اړوند سړكونه جوړولو له د 60 کروړه روپو په شمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Two illegal colonies sealed in Faisalabad
-
Year’s first lunar eclipse will not be visible in Pakistan
-
Muslim refugees in Athens seek own cemetery
-
PTI govt’s ouster constitutional: Senator Rubina Khalid
-
PTI govt’s ouster constitutional: Senator Rubina Khalid
-
Strong army guarantor to security, defense of country: BAP
-
People should stay indoor to avoid heat-borne illnesses: experts
-
Punjab CM directs early completion of development projects
-
Punjab CM directs early completion of development projects
-
People should stay indoor to avoid heat-borne illnesses: experts
-
Muqam for relief to masses through reduced loadshedding
-
Thalassemia centre inagurated