د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د نجي ټي وي پروګرام كښې خبرې
اسلام آباد ۔ 16 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د برېګېډئير (ر) اسد مير د ځان مړ كولو پېښې په اړه به اسلام آباد پوليس په درې ورځې كښې دننه خپل ابتدائي راپور وړاندې كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل برېګېډئیر(ر) يو مهربانه او نفيس انسان وو۔ ده ووئيل داخله وزارت سېكتر ماته وئيلي دي چې اسلام آباد پوليس ددې معاملې پلټنې كوي او د برېګېډئیر(ر) اسد منیر دكورنۍ په اصرار د ده پوسټ مارټم نه دې شوې كومه چې ما لپاره ډېره د حېرانتيا خبره وه۔ ده ووئيل اسلام آباد پوليس د پوسټ مارټم نه كولو په اړه دده د كورنۍ خبره بايد منلې نه وې۔ ده ووئيل پوسټ مارټم ډېر ضروري دې دغسې چې اصل حقيقت رامخې ته شي او تر كومې چې دده د ليكلي شوي آخري ليك تعلق دې نو ددې تصديق لا پاتې دې چې دا معلومه شي چې دا ده ليكلې دې يا نه ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د برېګېډئیر(ر) اسد منیر د ځان مړ كولو په اړه د اسلام آباد پوليس ابتدائي پلټنيو راپور څخه وروستو به پرېكړه كولې شي ۔ كه داخله وزارت ضروري ګڼي نو بيا به د دې كېس پلټنيو له ډله كښی د اضافې كولو يا د كومې جے آئي ټي جوړولو پرېكړه كوو۔ ده ووئيل اسلام آباد پوليس به په درې ورځې كښې دننه خپل ابتدائي راپور وړاندې كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Love marraige claims another life in Sheikhupura
-
Civil society demands action against increase in public transport fares
-
Court issues contempt of court notice to DIG investigation
-
KP Govt. mulling to increase minimum wages to Rs 25,000 per-month in budget 2022-23
-
Smart city project inaugurated in Jarranwala
-
PM terms Pakistan’s nurses a ‘proud chapter’ of country’s history
-
PM terms Pakistan’s nurses a ‘proud chapter’ of country’s history
-
PM terms Pakistan’s nurses a ‘proud chapter’ of country’s history
-
NA passes resolution urging India to reverse illegal actions of August 5, 2015
-
Police Khidmat Markaz inaugurated
-
Over 50 sheep, goats die of thirst in Choilstan
-
Punjab governor removed as per constitution: Tarar told NA