اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د کابینې اقتصادي رابطه كمېټۍ د روژې مباركې مياشت كښې په ارزانه بيعه د خوراكي خيزونو وركړې لپاره د 2 اربه روپو رمضان ريليف پېكج منظوري وركړې ده۔ کابینې لپاره د اقتصادي رابطه كمېټۍ (اي سي سي) غونډه د نهې په ورځ د اسد عمر په مشرۍ كښې وشوه ۔ د خزانې وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې كمېټۍ د ټېكسټائل ډويژن لپاره د 16.976 مېلیونه روپو د ضمنی ګرانټ منظوري هم وركړې شوه ۔ دغسې د اي سي سي غونډه كښې د فنانشل انكوذن اېنډ انفراسټركچر پراجېكش لپاره 7415.486 مېلیونه ضمنی ګرانټ، د 562 مېلیونه روپو تکنیکي ضمنی ګرانټ او د اېس اے پی سافټ وئیر لائسنس پیمنټ لپاره د 742.531 مېلیونه روپو د ګرانټ منظوري وركړې شوې ۔ كمېټۍ د اېف بي آر محاصلاتو استعداد زياتولو لپاره د يو ارب روپو ضمني ګرانټ منظوري هم وركړه ۔ په غونډه كښې د پاكستان سټيل ملز حق رسېدليو ملازمانو لپاره قانوني وارثانو ته د پي اېف٬ ګرېجووېټي او پے رول د بقاياجاتو وركولو لپاره د ګرانت منظوري هم وركړې شوه ۔ په غونده كښې د د واټر ريسورسز سېكتر او د واپډا چيئرمېن د مومند بند ٬ ديامر بهاشا او داسو بندونو پشمول د اوبو په بېلا بېلو منصوبو جلا جلا پرېذنټېشن وركړو۔ د تجارت سېكتر لږه موده كښې د برآمداتو امكاناتو پحقله پرېذنټېشن وركړو۔ كمېټۍ راتلونكي كال لپاره برآمدات كښې د اضافې منصوبه د 31 مارچ نه وړاندې د جوړولو امر هم وكړو
متعلقہ مضامین
-
Pakistan possess amazing landscape, natural beauty & cultural heritage for tourists
-
Inquiry in bear killing at Battagram founds contradictory evidences, investigation in progress
-
PTI to hold public meeting at VIP Cricket Ground Sialkot
-
State to protect rights of minorities: Rana Sana Ullah
-
Manufacturing solar panels in SEZs can lower cost
-
Year’s first lunar eclipse will not be visible in Pakistan
-
IK’s narrative an attempt to divert people attention from dismal performance: QWP
-
Thalassemia centre inagurated
-
‘Pakistan deprived of true friend Khalifa bin Zayed’
-
IHC fixes NAB appeals for hearing against Zardari’s acquittal
-
Govt likely to raise petrol prices today
-
Govt likely to raise petrol prices today