اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) پاکستان او لکسمبرګ تجارتی، اقتصادی، تعلیمی او د سائنس اینډ ټیکنالوجی په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو او د دواړه هېوادونو ترمينځه د پلاويو تګ راتګ ته سلا شوې دي۔ د لکسمبرګ خارجه وزير جین ایزلبورن خارجه وزارت كښې د اعلیٰ كچ پلاوي سره د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره د زيارت پھ ورځ ليدلې دي۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی د لکسمبرګ خارجه وزير ته په وړومبني ځل د پاکستان په دوره كولو هركلې اووئ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، تجارت او سيمه كښې د امن وضعي پشمول د شريكې خوښې په ګڼو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د پاکستان د اړخه د پلټنو باور كولو سره هند دراندازی کړې۔ ده ووئيل پاکستان سيمه كښې امن غواړي او مونږ د تاؤ ترېښوالې ختمولو له هند له په هره كچه د خبرو اترو بلنه وركړې۔ده ووئيل د هند د اړخه د جارحانه اقدام سره مونږ د زغم څرګندونه كړې او د خیر سګالۍ جذبې ترمخه مو د هند پائلوټ خوشې كړې ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د لکسمبرګ خارجه وزير مقبوضه جمو او کشمیر كښې د روانو هندي ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزیو څخه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د وړومبنۍ ورځې څخه زمونږ دا موقف ؤ چې د افغانستان د مسئلې يواځنې لار خبرې اترې دي۔ د لکسمبرګ خارجه وزير جین ایزلبورن د امریکې او طالبان خبرو اترو ته په كېښنولو د پاکستان مثبت او موثره کردار وستائلو
متعلقہ مضامین
-
Cabinet decided against holding multiple Pakistani passports, not foreign ones: Marriyum
-
Imran responsible for present economic catastrophe, US dollar’s unprecedented flight against rupee: Marriyum
-
Several projects underway to develop Karachi :Wahab
-
Govt plans to launch Sindh People’s Intra-district Bus Service by end of May
-
Govt plans to launch Sindh People’s Intra-district Bus Service by end of May
-
Heatwave forecast: Punjab govt puts depts on alert
-
Heatwave forecast: Punjab govt puts depts on alert
-
ECP arranges students voters’ awareness session
-
22 outlaws rounded up in Islamabad
-
Meeting held to control smuggling of flour, wheat and sugar
-
22 outlaws rounded up in Islamabad
-
Meeting held to control smuggling of flour, wheat and sugar