اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان لخوا د هندي دراندازۍ د بشپړ ځواب نه پس هندي اولس او د ژوند بېلا بېلو طبقو سره تعلق لرونكو لخوا د جنګ نه كولو چغې پورته كړي دي٬ هند كښې په ټوئټر “Say no to war” هېش ټېګ ټاپ ترېنډ جوړ دے٬ جنګ د مسئلې حل نه دے ٬ ځكه دې مذاكرات وكړې شي۔ هندي ټوئټر كارونكو كوٶنكو مودي او په هندي ميډيا سخت تنقيد كوي٬ مصرف كوٶنكو لخوا غوښتنه روانه ده چې جنګ د مسئلو حل نه لري مذاكرات دې وكړې شي۔ ساګر پرکاش خپل ټوئټ كښې وئيلي دي دواړه هېوادونه د وړاندې نه ډېرو مسئلو سره مخ دي٬ سوكالۍ لپاره دواړه هېوادونه دې يو بل نه تباه كوي۔ هندي خبريال سېمي پاشا خپل ټوئټر پېغام كښې وئيلي دي ” يو قدم په شا شۍ او يو سېكنډ لپاره فكر وكړۍ ٬ چې آيا مونږ واقعي جنګ غواړو؟٬ هندي مصنف او فوټو ګرافر سنجكتا باسو ووئيل هندي واكمن كه د پائليوټ د ګرفتارۍ خبر پټوي نو ھغه به بېرته څوك روالي؟٬ آيا دا نېشلزم دے چې سياسي مقاصدو لپاره خپل عسكر مړينې لپاره پولې ته ولېږلې شي؟ يو بل ټوئټر مصرف كوٶنكي اوننديوچكراورتي وئيلي دي ډيلي سره تعلق لوٶنكو جنګيالو نيوز اېنكرز ناڅاپه وئيلې چې جنګ نه دې پكار ٬ داسې ښكاري لكه چې د دوي فلائټ ځنډولې شوې ۔ يو بل ټوئټ كښې وشنو وېشال وئيلي دي مهرباني وكړئ په ليدونكو او اورېدونكو څيزونو باور مه كوئ ٬ راځۍ چې د پاکستان په ولقه كښې موجود پائليوټ ابهينندن ورتهامن بېرته راوستلو لپاره دعا وكړو۔ پریتي ناهر خپل ټوئټ كښې ليكلي دي مونږ د نورو ځانونو ضياع نه غواړو بلكې امن غواړو٬ جنګ د مسئلو حل نه دے۔۔ د هند يو بل وګړي انشتا وائي چې آيا مونږ واقعي دواړو هېوادونو كښې په لويه كچه تباهي غواړو٬ آيا مونږ حېوانان يوو ؟ هندي خبريال ساګاريكار ګهوسے يو عكس شېېر كړې چې پكښې وئيلي شوې امن د انسانيت لار ده
متعلقہ مضامین
-
Anti-polio drive achieves 98% of its set target in Pakistan
-
Fog engulfs motorways, highways, disrupts road travel
-
Fog engulfs motorways, highways, disrupts road travel
-
PIA brings back 54 stranded passengers from Malaysia
-
ECP suspends 154 lawmakers over failure to submit asset details
-
Indian opposition slams Modi over ‘Arnab Chat Gate’, demands probe
-
PM forms cabinet committee to probe Broadsheet scandal
-
Motorway rape incident: ATC extends judicial remand of accused
-
Where we are going wrong — veiled flaws in Pakistan’s agricultural sector
-
Pakistan Army surpasses Israel, Canada to become 10th most powerful in world
-
Society and Mental Illness
-
Will RSS infiltrate AJK?