اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وسله والو ځواكونو له د هند د اړخه د څه ډول جارحیت په ضد د پريكړې وړ او د كوټلې ځواب وركولو اختیار وركړے دے۔ ده د زيارت پھ ورځ په وزیراعظم آفس كښې د قامی سلامتیا کمېټۍ غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د پلوامه پېښې نه پس جیو استراتيجكي او د قامی سلامتیا په چاپيرچل او صورتحال غور اوشو۔ غونډې دا خبره نوټ كړه چې د پاکستان ریاست په ياده شوې پېښه كښې په هيڅ صورت ككړ نه دے۔ د دې پېښې منصوبه بندی او عمل درآمد په ځائې كچه شوې دے۔ په دې لړ كښې پاکستان د پېښې پلټنو وړانديز كړې او د ترهه ګرۍ پشمول په نورو شخړو ئې د خبرو اترو وئېلې دي ۔ مونږ په دې وړانديزونو د هند څخه د ځواب هيله لرو۔ د پلټنو كولو يا وركړې كوم كوټلې ثبوت په بنیاد به د پاکستان ریاست د خپلې خاورې كارولو په حقله د ككړو كسانو په ضد کارروائی کوي خو هند له به هم په دې ځان پوهه كول وي جې د مقبوضه کشمیر وګړې د مرګ څخه ولي نه يرېږي۔ مقبوضه کشمیر كښې د هندي عسكرو د تشدد انتهائی منفی غبرګون رامخې ته دے۔ نړيوالې ورورولۍ له د ملګرو ملتونو قراردادونو او کشمیری اولس هيلو ترمخه د کشمیر شخړې هواري له کردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع وزیراعظم ووئيل دا نوې پاکستان دے او مونږ د خپل اولس حفاظت باوري كولو له لوظي يو او ریاست د هغوي د تحفظ صلاحیت لري او په دې خبره باور لرو چې د طاقت د كارولو اختیار يواځې د رياست كار دے، ده ووئېل مونږ ګڼو چې ترهه ګري او انتهاء خوښې د سيمې بنیادی مسئلې دي او د پاکستان پشمول ټوله سيمه دې څخه ځپلې شوې، پاکستان د 70 زره څخه زياتې ځاني قرباني وركړې او قامی خزانې ته هم لوئ زيان رسيدلې۔ هم دغه وجه ده چې 2014ء كښې قامی تګلاره وضع او جاری کړې شوې ۔ده ووئېل د پاکستان ریاست له به نيغ په نيغه خطرې ته پام لرنه كول وي او دا خبره به باورې كول وي چې شدت خوښې او انتهاء خوښې به ختمول وي۔ په دې لړ كښې وزیراعظم د كورنيو چارو وزارت او امنيتي ادارو ته سپارښتنه كړې چې په سمدستي توګه عملی اقدامات تند كړي
متعلقہ مضامین
-
Capital reports lowest Covid daily cases count in present wave
-
Court exempts Shehbaz Sharif from appearance
-
Modi, Erdogan congratulate Shehbaz on becoming PM
-
Democratic Pakistan critical to US interests: White House
-
PTI pleads SC to form full court on presidential reference
-
Efforts underway for uplift of merged areas: president
-
PRCS distributes food packs among deserving families
-
Cleaning of drains before monsoon in Abbottabad emphasized
-
Alvi goes on ‘sick’ leave hours before Shehbaz’s oath
-
CJP summons JCP meeting to consider confirmation of LHC judges
-
What Indian analysts have to say about Shehbaz’s election
-
PTA introduces mechanism to curb pornographic content