اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د بېن الصوبائي رابطو وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا په مشرۍ كښې غونډه شوې چې پكښې د صوبائي واكمنو استازو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د داخله ٬ خارجه ٬ خزانې او د اطلاعات او خپرونو وزارتونو نمائندګانو ګډون كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې ډاكټر فهميده مرزا ووئيل په غونډه كښې د ټولو صوبو نمائندګي خوشبينه ده۔ دې ووئيل د پاك چين دوستۍ د كال 2019 په اړه د تفاهم په يو شمېر يادښتونو سلا راغلې۔ ډاکټر فهمیدہ مرزا ټولو صوبو او د لوكل ګورنمنټ نمائندګانو ته په لوكل كچه او په بېلا بېلو ښارونو كښې چين سره اړيكو لا زياتولو له د لائحې جوړولو امر كړې ۔ دې ووئيل پاك چين مثالي اړيكې لري ٬ كومې چې لا قوي كول غواړو۔ ډاكټر فهميده مرزا ووئيل تېره كال د وزيراعظم د چين دورې په مهال دې خبرې ته سلا راغلې وه چې كال 2019 به د پاك چين دوستۍ كال په توګه لمانځلې شي
متعلقہ مضامین
-
Pakistan, UK finalise returns, readmission, extradition deals
-
Punjab Police hold ceremony to celebrate Culture Day
-
Deaf Pakistani engineer develops app for hearing impaired
-
Over 25 MNAs and MPAs meet Punjab CM
-
Shujaat ‘like a brother’ to PM: govt again approaches PML-Q
-
Financially empowered women vital for family support: Samina
-
All allies to support govt on no-trust motion: Shafqat
-
No-confidence motion against PM to face defeat: Fatyana
-
Farrukh appeals ECP to start hearing of PML-N,PPP foreign funding case at earliest
-
Pakistan among top 10 countries affected by climate change: Report
-
PTI all set to hold ‘historic political power show’ on 27th March: Faisal Javed
-
CM condoles death of PTI social media activist Bilal Sahil