لندن۔ 9 فروری (اے پی پی) سمندرې پورې پاكستانيانو له د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار بخاری برطانیه كښې پاکستان بناؤ سرټیفکېټ له كمپائن پېل كړې دې۔ د خالي په ورځ د برطانيې برېډ فورډ ښار كښې د وارثي فاؤنډېشن لخوا فنډز رېزر دستوره وشوه كومې ته چې د وزيراعظم خاص مرستيال د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې ووئيل سمندر پورې پاكستانيان د پاكستان قيمتي اثاثه ده۔ موجوده حكومت د پاكستان په اقتصادي توګه د مضبوطولو عزم كړې دې او په دې مهم كښې به برطانوي پاكستانيانو له ترټولو زيات اهم كردار ترسره كول وي۔ د دستورې مقصد د وزيراعظم عمران خان لخوا جاري كړې شوي پاکستان بناؤ سرټیفکېټ په اړه پاكستاني كميونټي خبرول وو۔ خاص مرستيال ووئيل ستاسو په مرسته به د پاكستان معيشت پياوړې شي او زمونږ زلمي كول ته به د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ ده ووئيل پاکستان بناؤ سرټیفکېټ كښې سرمايه كارۍ سره به د پاكستان د زر مبادله پنګې زياتې شي۔ ذوالفقار بخاری كاروبار كښې د آسانيو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د پاكستان حكومت په دې كار كوي۔ ده ووئيل د نوې بانډز په اخستلو كښې به آساني وي او دا به آن لائن هم اخستلې كېدې شي۔ دې لپاره به يواځې NICOP او سمو دستاوېزاتو ته حاجت وي
متعلقہ مضامین
-
Sports strengthen youth’s mental and physical ability: Isphanyar
-
World silence on Indian atrocities against Muslims a crime: Sarwar
-
AJK president urges judiciary to ensure speedy justice
-
Weeklong spring festival kicks off at NUML
-
Punjab Police hold ceremony to celebrate Culture Day
-
Will follow law during no-trust vote: NA speaker
-
Over 25 MNAs and MPAs meet Punjab CM
-
Punjab Police hold ceremony to celebrate Culture Day
-
Committee to address media concerns about PECA Ord, Senate panel told
-
Shujaat ‘like a brother’ to PM: govt again approaches PML-Q
-
Afghan govt plans Peshawar-like paraplegic center at Kabul
-
Pakistan Single Window Governing Council reviews PSW implementation