اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د پنجاب حكومت انتظامي او مالي استعداد زياتولو لپاره په لاهور كښې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د پنجاب وزيراعلٰي عثمان بزدار٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد حسېن٬ د سمندر پورې پاكستانيانو وزير سيد ذوالفقار بخاري٬ د روغتيا وفاقي وزير ډاكټر عامر كياني٬ خاص مرستيال نعيم الحق٬ د پنجاب سينئر وزير عليم خان٬ د كركيلې وزير ملك نعمان لنګړيال٬ د خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت٬ د كورونو وزير ميا محمود الرشيد٬ د اوبه خور وزير محمد محسن لنګړيال٬ د روغتيا وزير ميا محمد اسلم اقبال او د بېلا بېلو محكمو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې معاشي پرمختګ ترلاسه كولو لپاره د ټېكنالوجې ٬ سرمايه كارې او د هيومن ريسورس كارولو په تجويزونو غور وكړے شو۔ معاشياتو كارپوهه ډاكټر سلمان شاه غونډې ته تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په غونډه كښې د كركيلې٬ صنعت٬ توان٬ انفراسټركچر او هنر مند افرادي قوت زياتولو لپاره په اقداماتو غور وكړے شو۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په پنجاب كښې د كركيلې او صنعتي پېداوار د مصنوعاتو د تنوع ضرورت دے۔ په غونډه كښې د پنجاب 50 ښارونو او 36 ضلعو پرمختګ لپاره په پلان بريفنګ وركړے شو او په دې خبره زور راوړل شو چې بايد كم نه كم 15 ښارونه معاشي مركز وګرځول شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د اولس خېر ښېګړې لپاره د انتظامي ډهانچې د تنظيم نو سخت ضرورت دے۔ وزيراعظم د پنجاب په اړه د اړوند حكمت عملې منظوري وركړه او وې وئيل چې وفاقي حكومت به په دې لړ كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Ismail backs MQM-P stance on census; PPP advises to quit govt
-
Ailing Buzdar thanks masses for prayers; calls for following SOPs
-
PPF organizes safety training workshop for bloggers, human rights activists
-
All involved were identified, arrested and trialled: Senator Malik
-
All involved were identified, arrested and trialled: Senator Malik
-
All involved were identified, arrested and trialled: Senator Malik
-
Economic diplomacy important part of diplomatic priorities: FM
-
IRSA starts annual canals closure for de-silting
-
PTA sends notices to Google Inc and Wikipedia
-
Quaid-i-Azam’s birth anniversary marked with message of hope, courage for nation
-
7 security personnel martyred in in Balochistan terrorist attack
-
19 flights cancelled 16 delayed and several diverted amid heavy smog around airport