اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون سلاكار ملك امين اسلم وئيلي دي چې حكومت ماحولياتي تحفظ لپاره د ځنګلاتو اهميت پېژندلو سره د 10 بلين ټري سونامي پروژه پېل كړې٬ دې پروژې سره به په هېواد كښې د اوبو ځايونو او د مېنګروز تحفظ سره د موسمياتي بدلون په آغېز قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ په پاكستان كښې د نړيوال اهميت 19 ځايونه دي چې پكښې تالاؤنه٬ دريابونه٬ كورل ريف او مېنګروز شامل دي٬ دا ځايونه ماحولياتي نظام په ځائ ساتلو لپاره ډېر مهم دي۔ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې وېټ لېنډ كنونشن يا رام سر كنونشن د بېلا بېلا هېوادونو ترمېنځه لوظنامه ده۔ ده ووئيل چې د رام سر كنونشن د غړي په حېث په پاكستان كښې د نړيوال اهميت 19 ځايونه دي چې پكښې تالاؤنه٬ دريابونه٬ كورل ريف او مېنګروز شامل دي٬ دا ځايونه ماحولياتي نظام په ځائ ساتلو لپاره ډېر مهم دي۔ سږ كال د فرورې په 2مه نېټه ورلډ وېټ لېنډ ډے لمانځل شوې چې مقصد ئې په اولس كښې د ماحولياتي بدلون په اړه شعور بېدارول دي۔ ده ووئيل چې د تېرو 35 كلونو په مهال قدرتي آفتونه سل چنده زيات شوي دي او قدرتي آفتونو 90 فيصده اوبو سره تړون لري چې پكښې سېلاب٬ سمندري طوفان او سونامي وغېر شامل دي۔ وېټ لېنډ د طوفانونو آغېر كموي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt taking measures to tackle climate challenges: minister
-
IGP takes notice of death by kite string
-
Armed forces fully capable of neutralizing aggression: PM
-
“Bandits, stooges, rats”
-
“Bandits, stooges, rats”
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
Ill-planned no-confidence caused bitterness in politics: Fawad
-
Opposition to submit no-trust move against NA speaker Asad Qaiser
-
PAF clinch Shah Khan Ski Cup trophy
-
DC orders to seal six illegal bus, wagon stands
-
Oil prices rise as traders assess supply risks
-
Prime Minister Imran Khan to complete five years: Sheikh Rashid