اسلام آباد 08 جنوري(اے پي پ) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دې هر كال 25 لكه ځائي ځوانان ملازمت لپاره ماركيټ ته راځي٬ د دوي اكثريت د ځائي صنعتونو بنيادي ضرورتونه نه ترسره كوي٬ ملازمت لپاره ماركيټ ته داخلېدونكې هر كس ته جديد تربيه وركول يو لوي چېلنج دے٬ مونږ له به خپل تعليمي نظام د ملازمت ماركيټ ضرورتونو سره سمول وي۔ وفاقي وزير دا خبرې د نهې په ورځ د د نيو ټېك ترسېوري لاندې “پاكستان كښې د جديد اپرنټس شپ ماډل” دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل د څو ليسزو راهسې غېر رسمي اپرنټس شپ پاكستان كښې پوهه ترلاسه كولو لپاره د ټولو نه قديم او د كوټلې تګلارې په توګه موجود ده خو د بده مرغه پاكستان كښې د تربيې لپاره د انډسټرۍ ٬ كاروباري ورورولۍ او د تربيتې ادارو پشمول د نورو شراكت دارو د ګډون كمې دے ۔ ده نوې آپرنټس شپ ماډل پېل كولو لپاره د نيو ټېك د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ وفاقي وزير اميد څرګند كړو چې دا ماډل به په ټولو صوبو كښې په كاميابۍ سره نافذ كولې شي او زمونږ زلمې كول به د سماجي او اقتصادي پرمختګ په لاره روانولو او پاكستان يو سوكاله صنعتي هېواد جوړولو له غوره موقع ثابت شي۔ وفاقي وزير ووئيل درې داسې څيزونه شته چې سباٶن كښې به پرې نيو ټېك كار كولې شي٬ وړومبۍ دا چې نيو ټېك به هر ډول پوهې لپاره په قامي او نړيواله كچه تسليم شده معيار جوړوي٬ نيوټېك به په ځائي او نړيواله كچه تسليم شده رسمي سرټيفيكېشنم نظام باوري كولې شي٬ نيوټېك به د پبلك پرائيوېټ پارټنر شپ ودې لپاره كوټلې ګامونه پورته كوي او د پوهې او هنر ودې لپاره به انډسټرۍ سره سباٶن لپاره عملي وړانديزونه او لائحه وړاندې كوي۔۔ په دې موقع د نيو ټېك اېګزېكټو ډائرېكټر ډاكټر ناصر خان هم دستورې ته وېنا وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
DHA National Badminton Championship enters seniors phase
-
New Zealand arrests 46 in global paedophile probe
-
DHA National Badminton Championship enters seniors phase
-
Education imperative for society to excel in all sectors: Samina Alvi
-
President urges HEC to expand associate degree programme
-
President urges HEC to expand associate degree programme
-
Punjab cabinet approves amend to Civil Servants Act-1974
-
President urges HEC to expand associate degree programme
-
Balochistan’s peace, prosperity top priority: COAS
-
Govt to give Rs 56bln subsidy on interest-free loans of Rs 407bln: Farrukh
-
IRSA releases 78881 cusecs water
-
Rescuers urged to serve humanity with dedication