اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي كراچۍ كښې د كورونو او وړو صنعتونو لپاره د ګاز هېڅ لوډشېډنګ نشته۔ د سندھ سی اېن جی سټېشنونو ته د ګاز صورتحال ښه كېدو سره به رسنه پېل كړې شي۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته عبد القادر پټېل ووئيل سندھ كښې ټول سي اېن جي سټېشنونه تر بل حكم بند كړې شوي او عام صارفين هم د ګاز كمي ستونزو سره مخ دي۔ عبدالقادر پټېل ووئيل د سندھ ګاز بندول د آئين د آرټيكل 258 خلاف ورزي ده۔ د دې په ځواب كښې د پټروليم وفاقي وزير ووئيل كراچۍ كښې د كورونو او وړو صنعتونو لپاره د ګاز هېڅ لوډشېډنګ نشته۔ د سندھ سي اېن جي سټېشنونو ته به صورتحال ښه كېدو سره د ګاز رسنه پېل كړې شي۔ سيد نويد قمر ووئيل د آئين آرټيكل 258 له مينځھ وړلې شي۔ مونږ د كوم مخصوص سېكټر خبره نه ده كړې بلكې مونږ د ټولې صوبې د آئيني حق خبره كړې۔ د دې په ځواب كښې د پټروليم وفاقي وزير ووئيل د آئين د دې آرټيكل وضاحت له مونږ سترې محكمې ته رجوع كړې ۔ دا مسئله عدالت كښې ده۔ ده ووئيل ددې معاملاتو په اړه د سندھ اعلی وزير سره زمونږ ملاقات كېدونكې دے۔ د ټولو مسئلو حل به راويستلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Investments pouring into GB thanks to CPEC
-
Financially empowered & educated woman an icon of real empowerment: President
-
Why bother about animal rights?
-
President summons National Assembly session on Feb 18
-
AJK Govt to establish model tourism spot along with Neelum river
-
‘Doctors can play vital role in early detection of childhood cancers’
-
Sindh governor takes notice of tribal conflict in Shaheed Benazirabad
-
NCSW launches strategic plan for women empowerment
-
Govt prepared to combat no-trust move: Qureshi
-
IHC seeks report in missing persons cases
-
PPP and PMLN united on saving corruption: Hasaan Khawar
-
‘Doctors can play vital role in early detection of childhood cancers’