اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه په منطقه كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د پخواني دريځ څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې پاكستان به خپلې دفاع لپاره كم نه كم دفاعي صلاحيت په ځاې ساتي٬په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي٬د داعش د خطرو مقابلې لپاره د نړيوالې ټولنې شريكې هڅې ضروري دي٬هغې دا خبرې د نهې پھ ورځ د اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې په سوئېلي آسيا كښې شخړه او مرسته- د لويو طاقتونو كردار په موضوع سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړې۔خارجه سېكترې ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام په ځاې ساتلو په پالېسۍ عمل كوي۔په هېواد كښې د نوي حكومت جوړېدو نه پس وزيراعظم عمران خان په خپله وړومبۍ وېنا كښې د جمو او كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره هند ته د مذاكراتو وړاندېز كولو سره په سپينو ټكو وئېلي وو چې كه هند امن لپاره يو قدم مخكښې راشي نو پاكستان به دوه قدمه مخكښې ورشي۔هغې ووئيل چې د كرتار پور لارې پرانسته د پاكستان لخوا د امن مقصد لپاره د پرمختګ د پاكستاني عزم څرګندونه ده٬د دې لارې پرانستلو غوښتنه نه يوازې د هند بلكې په ټوله نړۍ كښې د مېشته سكهانو پخوانۍ غوښتنه وه۔پاكستان د ذمه وارۍ څرګندونه كول سره اقدامات كړي خو له بده مرغه هند امن لپاره د پاكستاني اقدام ځواب نه دې وركړی٬هند د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ملاقات منسوخ كړو۔هغې ووئيل چې پاكستان د جمو كشمير پشمول د ټولو شخړو حل لپاره د جامع مذاكراتو څو ځله وړاندېز كړی۔هغې ووئيل چې هند د امريكې او اسرائيل نه جديد وسله ترلاسه كوي۔د پاكستان او چين د اړيكو ذكر كولو سره خارجه سېكترې ووئيل چې دواړه هېوادونه د لسيزو څخه سدابهار دوستي او د مرستې په بنياد اړيكې لري۔د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په شكل كښې په هېواد كښې په بېلا بېلو پروژو كار روان دې٬د دې ګټه به نه يوازې د دواړو هېوادونو اولس بلكې منطقې ته هم ورسي۔د وزيراعظم عمران خان د چين اوسنۍ دورې حواله وركولو سره هغې ووئيل چې د دواړو هېوادونو اړيكو لپاره دا دوره ډېره مهمه وه۔د وزيراعظم د چين مشرانو سره ګټور ملاقاتونه شوي۔چين په پاكستان كښې په لويه پيمانه سرمايه كاري كوي۔د افغانستان ذكر كولو سره خارجه سېكترې ووئيل چې پاكستان په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي۔پاكستان په افغانستان كښې امن لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ضرورت د دې خبرې دې چې په دې لړ كښې ټول ګاونډي او سيمه ايز هېوادونه هم خپل كردار ترسره كړي۔هغې ووئيل چې پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړې دي۔
متعلقہ مضامین
-
Madrassah student dies in road mishap
-
PM for use of modern technology to bring country’s population into formal economy
-
Govt approves Rs 39b for Kamyab Jawan loans to benefit over 25000 youth: Dar
-
ECP issues code of conduct for second phase of LG polls
-
Pakistan Customs seizes narcotics of valuing Rs.80 million
-
Mother slaughters three children in tehsil Havelian
-
Economy.pk – an initiative worth appreciation by Usman Ahzaz
-
Opp leaders will be in lockup before no-trust move: Fawad
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case till Feb 24
-
Fawad, Farrukh express grief over senior journalist Ghulam Akbar’s demise
-
Police arrests 10 more suspects in Khanewal lynching case
-
PM will hold consultation on new army chief when time comes: Alvi