اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پاکستان تحریك انصاف د عدالتونو بشپړ احترام كوي، پاکستان كښې عدالتونه خپلواكه دي٬ د وړاندې پرېكړې غوندې د دې پرېكړې احترام واجب ګڼو۔ د تحريك انصاف ميډيا سېل له مخې د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن خپل بيان كښې وئيلي دي چي نېب يوه خپلواكه او خود مختاره اداره ده ٬ نېب خپلې هلې ځلې خپله كوي٬ حكومت پكښې هېڅ كردار نه لري۔ وفاقي وزير ووئيل چې حكومت او اولس كرپشن كښې د ككړو كسانو په ضد كاروائي كول غواړي ٬ قام غواړي چې لوټ كړې شوې دولت بايد بېرته رواړلې شي ٬ حكومت به دا بنيادي هدف ترلاسه كول باوري كوي۔ ده ووئيل د شريف كورنۍ كردار په اړه د قام په نظر كښې هېڅ ابهام پاتې نه دے ٬ شريف كورنۍ اوس هم ثابت نه كړې شوه چې د ھغوي ملكيت كښې د اربونو روپۍ د كوم ځائ نه راغلې٬ په پروسيجرل بنيادونو نننۍ پرېكړه رامخې ته شوې٬ معامله به مخ په وړاندې ځي او قانون به خامخه خپله لاره وباسي
متعلقہ مضامین
-
CAMP, KP Ombudsperson to promote women rights
-
Balochistan’s centuries-old trees under threat from deforestation
-
COVID-19 claims 4 more lives in Sindh
-
EVM bill passage to bury evil designs of opposition: FM
-
‘Tired’ opp needs fresh ‘wrestlers’
-
Army to ensure country’s security against all threats: COAS
-
Bunkers to be constructed along LoC to save civilians
-
EVM to play role of neutral umpire
-
Covid-19 national positivity ratio below 1 percent
-
Pakistan slams restrictions on Friday prayers in India
-
Pakistan slams restrictions on Friday prayers in India
-
DG ISI pays farewell call on FM