اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د سندھ وزيراعلٰی سيد مراد علي شاه وئېلي دي اولس مشر ډاكټر عارف علوي پارلمان ته جامع خطاب كړې٬په هېواد كښې بندونو جوړولو ته اړتيا ده٬د اوبو مسئله په بېړنۍ توګه حل كول غواړي ٬د كوم متنازعه بند جوړولو څخه وړاندې اتفاق ضروري دے ۔د ګل په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر خطاب نه پس اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل اولس مشر د وفاق علامت دے٬هغه پارلمان شريكې غونډې ته جامع خطاب كړې۔ده ووئيل اولس مشر چې د پارلمان شريكې غونډې ته خطاب كښې كوم بيان وركړې دا پالېسي بيان دے او دا يو آئيني تقاضا ده۔ده ووئيل د اوبو كمي سره په هېواد كښې د قحط صورتحال رامخې ته كېدې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د متنازعه بندونو جوړولو څخه وړاندې د څلورو واړو صوبو كښې اتفاق ته اړتيا ده۔د اتفاق نه غېر بندونه نه شي جوړېدې۔ده ووئيل د بند جوړولو په اړه صوبائي اسمبلۍ كښې قرارداد موجود دې٬په دې اړه هيله لرو چې حكومت به د مثبت سوچ څرګندونه وكړي
متعلقہ مضامین
-
KP increases monthly stipend for Khateebs to Rs 21,000
-
Bunkers to be constructed along LoC to save civilians
-
Third testimony in favour of Nawaz
-
IRD Conference: Speakers call for promoting CPEC as a national project
-
Islamabad reports 54 new cases of dengue today: DHO
-
Fawad welcomes suggestions on electoral reforms by opposition
-
Islamabad reports 54 new cases of dengue today: DHO
-
Four including mother, daughter killed in Kasur
-
No idea about use of EVMs in next election, says ECP secretary
-
PM to launch today portal for automation of power of attorney for overseas
-
PM lauds spirit of MNAs for attending parliament joint session
-
WorldCall signs MoU with Akhuwat Foundation for setting up state of the art Blockchain Centre of Excellence