اسلام آباد 06 جولائی (اے پي پي) د قامي سلامتيا كمېټۍ مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ لپاره د سرمايې وركولو مخ نيوي په اړه د ذمه وارو ترسره كولو لپاره د عزم پخلې كړې۔د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه د جمعې پھ ورځ د لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك په مشرۍ كښې وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔په غونډه كښې د دفاع وزير نعيم خالد لودهي٬خارجه وزير عبدالله حسېن هارون٬د خزانې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر٬داخله وزير محمد اعظم خان٬د اطلاعات وزير سيد علي ظفر٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيات٬سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه٬د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمد عباسي٬د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل مجاهد انور٬د آئي اېس آئي ډي جي لېفټيننټ جنرال نويد مختار او نورو سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔د خزانې وزيرې شمشاد اختر غونډه د فنانشنل ايكشن ټاسك فورس او انټرنېشنل كوآپرېشن رويو ډلو په پېرس كښې د شوو غونډو په مهال د شوي غور څخه په تفصېل خبره كړه۔د ايكشن پلان په تفصيلات او پېشرفت هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔كمېټۍ په فورم كښې د خزانې وزيرې او د هغې د ډلې هڅې وستائېلې۔د غونډې په مهال په هېواد كښې د اقتصادي صورتحال جاج واخستلې شو۔د خزانې وزيرې د معيشت په اړه تفصيلي بريفنګ هم وركړو
متعلقہ مضامین
-
Govt seeks ulema’s help to broker peace deal with TLP
-
President Arif Alvi promulgates new NAB ordinance
-
PDM to hold anti-inflation rally in DG Khan today
-
Covid-19: positivity ratio shows slight uptick
-
Asad Umar reviews progress of GB development plan
-
Panel set up to probe ‘misuse of powers’ by BE&OE DG
-
COVID-19 claims 6 more deaths, 482 new cases in last 24 hours
-
Czech model imprisoned in Pakistan over drugs acquitted
-
PPP to form next govt: Gilani
-
PMIC wins Pakistan Banking Award
-
Justice Sajjad recuses himself from hearing plots allotment case
-
Pakistan, Australia resolve to boost bilateral relations