اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د نجکارۍ عمل اړوندو ادارو د ملازمانو د حقونو او د جائزو مفاداتو تحفظ د نجكارۍ د عمل مهم اړخ ګرځولې دے ٬ د نجكارۍ د هرې لوظنامې شرائط باوري كولو حكومت لپاره مهم دي٬ په دې لړ كښې د تېر وخت د تجربو نه زده كړه او د نجكارۍ عمل لا ښه والې له بايد د ټول عمل تجزيه وكړې شي۔ وزيراعظم دا خبرې په وزيراعظم دفتر كښې د نجكارۍ كمېسون پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې۔ د نجكارۍ سېكتر عرفان علي، د وزیراعظم دوهم سېكتر ډاكټر کاظم نیاز او لوړ پوري چارواكي هم په دې موقع موجود وٶ۔ د نجكارۍ سېكتر د كمېسون د مېنډېټ او كاركردګۍ پحقله تفصيلي پرېزنټېشن وركولو سره ووئيل د كال 1991 نه پس په مجموعي توګه د 172 ادارو نجكاري شوې او دغې څخه 678.9 اربه روپۍ آمدن تر لاسه شوې۔ وزیراعظم ته ووئيل شول نجكاري د ټولو حكومتونو په اېجنډا كښې شامل وه۔ د نجكارۍ سېكتر وزيراعظم د پاكستان سټیل ملز، د پاکستان انټرنېشنل اېئرلائنز او د كراچۍ الېكټرك سپلائي كارپورېشن د نجكارۍ په عمل كښې د پېشرفت نه خبر كړو۔ وزیراعظم ووئيل د ملازمانو د حقونو او د جائزو مفاداتو تحفظ د نجكارۍ د عمل مهم اړخ دے او دې ته بايد ترجيح وركړې شي۔ ده ووئيل د نجكارۍ د هرې لوظنامې شرائط باوري كول حكومت لپاره مهم دي۔ لنډ مهاله وزيراعظم د نجكارۍ كمېسون ته امر وكړو چې په دې لړ كښې د تېر وخت د تجربو نه زده كړه او د نجكارۍ عمل ښه والې له بايد د ټول عمل تجزيه وكړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Students in IIOJK booked for celebrating Pak T20 victory
-
Miyawaki forest projects to help reduce pollution
-
Civil society holds rallies on Kashmir Black Day
-
PM APPOINTS LT GEN NADEEM ANJUM AS NEW DG ISI: NOTIFIED
-
Punjab records 515 dengue cases and 2 deaths in 24 hours
-
Punjab records 515 dengue cases and 2 deaths in 24 hours
-
Dengue virus surges, crosses 27,000 cases in Pakistan
-
PM Imran Khan summons NSC meeting on Friday
-
PM Imran Khan summons NSC meeting on Friday
-
Court postpones hearing of Asif Zardari reference to Nov 18
-
TLP to be dealt with an iron hand
-
Activity Spotted At Diyar Homes Project One Canal Road Lahore