اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) الېكشن كمېشن ټول ټاكنو لپاره انتخابي شيډول جاري كړې دې ٬د قامي او صوبائي اسمبلو ټاكنو لپاره به پولنګ د جولائي په 25مه نېټھ كېږي۔د الېكشن كمېشن د اړخه د زيارت په ورځ جاري كړی شيډول له مخې د ريټرنګ افسرانو د ا ړخه پبلك نوټس به په 1 جون جاري كولې شي۔د ريټرنګ افسرانو سره د كانديدانو د اړخه به د نامزدګۍ كاغذونه به د جون دوهمې نېټې نه تر 6مې نېټې جمع كولې شي٬د نامزد كانديدانو نامې به په 7 جون شائع كولې شي۔د نامزدګۍ كاغذونو جانچ پړتال به تر 14 جون كېږي٬د نامزدګۍ كاغذونو منظورولو يا رد كولو په ضد اپيلونه به تر 19 جون دائر كولې شي٬د كانديدانو نظرثاني شوې فهرست به په 27 جون جاري كولې شي٬د نامزدګۍ كاغذونه به په 28 جون بېرته اخستلې شي٬د ټاكنو نخې به په 29 جون الارټ كولې شي۔پولنګ به ټول هېواد كښې پھ 25 جولائي كال 2018 كښې كېږي چې پكښې به 10 كروړه 59 لكه څخه زيات ووټران خپلس رائې وركوي۔په قامي او صوبائي اسمبلو كښې د اقليتونو٬مېرمنو لپاره خاص چوكو له به هم دغه انتخابي شيډول وي۔
متعلقہ مضامین
-
SC orders to bulldoze Tijori Heights within a month
-
SC orders to bulldoze Tijori Heights within a month
-
Govt decides to increase power tariff by Rs 1.39 per unit
-
Focus on skills education need of hour: Shafqat
-
NSC decides not to abandon talks with TLP
-
Faez Isa submits statement on Akram cheema’s arrest and release
-
Govt decides to increase power tariff by Rs 1.39 per unit
-
Focus on skills education need of hour: Shafqat
-
President seeks Ulema’s role to relay Islam’s message of peace
-
PM displeased with Shoaib’s insult at PTV live show
-
Paragon City scam: court asks NAB prosecutor to extend arguments
-
Buzdar felicitates newly elected Balochistan CM