اسلام آباد 30مئي (اے پي پي) د پاكستان موجوده قامي اسمبلي به د خپلې آئيني مودې تر سره كولو نه پس(نن)د زيارت په شپه تحليل شي۔په موجوده قامي اسمبلۍ كښې مسلم ليګ(ن)د اكثريتي ګوند په توګه د 2013 ټول ټاكنو نه پس حكومت جوړ كړی ؤ خو يو كال پس د تحريك انصاف او پاكستان عوامي تحريك د اړخه د پارلمان په خوا كښې 126 ورځې دهرنا وكړی شوه چې پكښې ټولو حكومتي چارو ته زيان رسېدلې خو جمهوري حكومتونو په دې موقع په بشپړه كردار ترسره كول دغه دهرنا ناكامه كړې وه۔موجوده قامي اسمبلۍ كښې د هېواد 3 ځله ټاكلې وزيراعظم نواز شريف د نااهلۍ پريكړی سره هم مخ شوې ؤ ۔موجوده قامي اسمبلۍ دوه وارې د ايوان مشر ټاكلې۔موجوده اسمبلۍ 189 رېكارډ قانونونه منظور كړي٬ 124 حكومتي بلونه ايوان ته وړاندې كړی شوي دغسې 204 پرائيوېټ ممبر بل ايوان كښې معرفي كړی شوې۔د پنځو كلونو په مهال 40 آرډيننس ايوان ته وړاندې كړی شوي دغسې 8 بېل بلونه د پارلمان شريكې غونډې څخه منظور كړی شوي۔د قامي اسمبلۍ 56 مجموعي غونډې شوي۔موجوده قامي اسمبلۍ فاټا په خېبرپښتونخوا كښې د ضم كولو تاريخي 31م بدلون هم منظور كړې۔موجوده اسمبلۍ ته دا اعزاز ترلاسه دے چې په پنځه كاله كښې 6 بجټ وړاندې كړي٬سره د ټولو بحرانونو د سياسي بصيرت سره موجوده قامي اسمبلۍ خپله موده تر سره كړه
متعلقہ مضامین
-
Shahbaz Gill banned from Press Clubs
-
Islamabad police officially inaugurates air patrolling unit
-
Governor for steps to strengthen Balochistan’s infrastructure
-
QWP chairman slams govt for being unable to give relief to people
-
QWP chairman slams govt for being unable to give relief to people
-
Breast cancer cases increasing globally every year: Dr Yasmin
-
Kashmiri journalists facing intimidation in IIOJK
-
PTI leaders in Sindh censure Murad for using ‘foul language’
-
512 Ehsaas registration desks operational countrywide: SAPM
-
Pakistan, Morocco joint military exercise concludes
-
Court releases Khursheed Shah after 25 months
-
Court releases Khursheed Shah after 25 months