اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) خواني دوهم وزير سردار شاه جهان وئيلي دي چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به د كال 2018م په ټولټاكنو كښې په بشپړه توګه كاميابي ترلاسه كويِ٬ واكمن ګوند هېواد د پرمختګ په لار روان كړے٬ ګوند د توان پروژې پېل كړې او په نتيجه كښې ئې نن لوډشېډنګ تر كافي حده ختم شوے۔ اے پي پي سره په خاص خبرو كښې ده ووئيل چې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ته د كال 2013م د ټولټاكنو نه پس د حكومت جوړولو موقعه په لاس ورغله نو هغه وخت په هېواد كښې د توان بحران وو۔ په هېواد كښې د امن او امان صورتحال ډېر خراب وو۔ دوي پ بېړنې توګه د توان پروژې پېل كړې او په نتيجه كښې ئې نن لوډشېډنګ تر كافي حده ختم شوے۔ پخواني وزيراعظم د توان د پروژو په خپله څارنه وكړه او په دې لړ كښې ئې خاص كميټي هم جوړه كړې وه۔ ده ووئيل چې پخواني وزيراعظم نواز شريف د ترهګرې په ضد ټول سياسي ګوندونه يو ځائ كړل او نېشنل اېكشن پلان ئې جوړ كړو او په نتيجه كښې ئې د هېواد نه ترهګري ختمه شوه۔ ده ووئيل چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ به د كال 2018م په ټولټاكنو كښې په بشپړه توګه كاميابي ترلاسه كويِ۔ ده ووئيل چې هغه به د په ټولټاكنو كښې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په ټكټ د اېن اے 13 نه په بشپړه توګه برخه اخلي او د مانسهرې خدمت به روان ساتي۔
متعلقہ مضامین
-
Rescue 1122 on high alert for Eid Milad
-
‘New NAB ordinance does not apply on public office holders’
-
Rescue 1122 on high alert for Eid Milad
-
EU Parliament set to introduce new law to boost exports of 67 countries
-
EU Parliament set to introduce new law to boost exports of 67 countries
-
PPP all set to hold rally in Karachi today
-
High oil prices in int’l market cause of readjustment in prices: Fawad
-
PPP all set to hold rally in Karachi today
-
High oil prices in int’l market cause of readjustment in prices: Fawad
-
PHC seals 223 fake centres in 28 cities
-
PHC seals 223 fake centres in 28 cities
-
NAB chairman’s fight against corrupion bearing fruit