اسلام آباد 18 اپریل(اے پی پی) د وزيراعظم د قامی سلامتیا صلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د ازبكستان يو پلاوي د سیكورټی كونسل سیكتر محمدوف په مشرۍ كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتیا او رابطو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ د قامی سلامتیا صلاحكار پلاوي له د سيمه ايز او نړيوال امنيت په اړه تفصیلی پریذنټېشن وركړو۔ده د دوه اړخيزه اړيكو اهمیت او د پاكستان او مينځني اسياﺀ لپاره شريكو چیلنجونو او موقعو سره سره افغانستان كښې امن او استحكام له د پاكستان هڅې هم رامخې ته كړې۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن نه يواځې پاكستان بلكه ټولې سيمې له مهم دے۔ ناصر خان جنجوعه د ازبكستان اولس مشر د اړخه تاشقند كنفرنس كښې شوې اقدامات وستائل كوم چې افغانستان كښې امن او استحكام په حقله وؤ۔ د ازبكستان پلاوي مشر د خپل هېواد د اړخه افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان سره په ګډه د كار كولو خوښي څرګنده كړه۔ ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او افغانستان كښې امن له د پاكستان هڅې وستائلې۔ په دې موقع ډلې دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو او سيمه كښې امن له په ګډه كار كولو ته سلا شوې۔
متعلقہ مضامین
-
PM to perform groundbreaking of KCR project today
-
Afridi urges Amnesty to expose Indian war crimes in IOJK
-
Afghan envoy from Ghani govt should vacate UN seat: FM
-
PM represents aspirations of Ummah at UN address: Naeelum Toru
-
Fintech startup Oraan raises $3 million in seed funding to ensure gender inclusivity
-
Senate body directs to address issues of Chinese investors on priority
-
Pakistan terminates 50 pilots possessing fake degrees
-
PML-N Will be divided into three fractions: Sheikh Rasheed
-
Pakistan records hike in cotton prices
-
Pakistan records hike in cotton prices
-
Gang of lock breakers secretly active in Karachi’s red zone
-
Court extends the judicial remand of six men involved in TikToker harassment case