اسلام آباد 14 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي چې حكومت په ټول هېواد كښې د ټولو عقيدو خلقو ته مكمل مذهبي آزادي او اقليتونو ته امنيت وركولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبره په ګوردواره پنجه صاحب حسن ابدال كښې د بيساكي درې ورځني فېسټول وروستې دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړه۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير په دې موقع خاص مېلمه و۔ په وروستې دستوره كښې د هند څخه راغليو دوه زره او د اروپا څخه درې سوه سكهـ او هند ياتريانو پشمول د پاكستان نه د زرګونو په شمېر سكهانو او هندو زائرينو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې هند د عرس په دستورو كښې پاكستاني زائرينو ته وېزې جاري كړې خو سره د دې هم پاكستان د هند سكھـ ياتريانو ته وېزې جاري كړې۔ ده ووئيل چې مونږ مكمل مېلمستيا او امنيت سره د ګاونډي هېواد نه د راغليو مېلمنو هركلې كوو۔
متعلقہ مضامین
-
Govt working to revolutionize industry to uplift country: President
-
Government taking steps against fake news and propaganda, not free media: Imran Khan
-
Financial losses of PIA reduced to Rs. 34.64 bln in 3 years: Senate told
-
Zameen.com organises ‘Business Connect’ in Karachi
-
‘Provision of basic amenities to masses PTI govt’s priority’
-
‘Provision of basic amenities to masses PTI govt’s priority’
-
CTP adopts ‘no vaccination, no driving license’ policy
-
Afridi briefs HRW’s UN director on India’s rights abuses in Kashmir
-
Media freer than ever, says PM
-
Ex-AJK president asks UNHRC to hold India accountable for rights violations
-
Fawad hails PTI government’s prudent media strategy
-
Nawaz’s fake vaccine entry: Punjab govt suspends health officers