اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د قامي سلامتيا صلاحكار لېفټيننټ جنرال(_ر)ناصر خان جنجوعه تر خپلواكۍ حق ترلاسه كولو د كشميريانو د اخلاقي٬سفارتي او سياسي ملاتړ دوامداره ساتلو عزم څرګندونه كړی او وئېلې يې دي د پاكستانيانو زړونه د كشميري وروڼو سره درزېږي۔د ګل په ورځ پھ مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو پھ موضوع سېمينار ته خپله وېنا كښې ده نړيوالې ټولنې ته ووئيل هغه دې پھ منطقه كښې استحكام لپاره مداخله وكړي۔ده ووئيل پاكستان د كشمير په مسئله هند سره ګټورې خبر اترې غواړي۔داسې شخړی په طاقت نشي هوارېدې ۔ده ووئيل د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړی شي۔كشميريان زمونږ خپله وېنه ده او مونږ به د خپلواكۍ حق لپاره د دوي مرسته كوو۔ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالو ډلو او نړيوالو طاقتونو پھ مقبوضه كشمير كښې د هند پھ ظلمونو سترګې پټې كړی دي۔د دوي خاموشي دوه مخېز معيار څرګندوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هند په مقبوضه كشمير كښې د خپلو ظلمونو نه د نړۍ پام بل پلو ګرځولو لپاره په كنټرول لائن د جنګ بندۍ خلاف ورزۍ كوي
متعلقہ مضامین
-
Sri Lanka is not an Indian colony
-
Whole world recognizes talent of Pakistani cricketers
-
Whole world recognizes talent of Pakistani cricketers
-
Pakistan Army guarantor of national security: Sarwar
-
Dr Fehmida, British MP discuss sports
-
Covid vaccination drive in full swing at institutions in Balochistan
-
Buzdar chairs meeting on BoR reforms
-
KP, COPHC to boost cooperation on Gwadar Port
-
GSP-Plus: EU mission to visit Pak in Nov
-
Dr Fehmida, British MP discuss sports
-
Dr Fehmida, British MP discuss sports
-
Pakistan Army guarantor of national security: Sarwar