د لاهور په ماډل ټاؤن سيمه كښې د سترې محكمې جج جسټس اعجاز الاحسن په كور ډزې شوې دي۔ د پوليس ذريعو له مخې د نامعلومو كسانو لخوا په كور دوه ځله ډزې شوې دي٬ د ډزو پېښې تېره شپه په 10 بجې 45 دقيقې او د اتوار په سهار په 9 بجې 45 دقيقې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوليسو لخوا تر اوسه په بريد كښې ككړ كوم تن نه دې نيول شوے خو فرانزك ډلو دوه ځله د كور دوره كړې او شواهد ئې راغونډ كړي دي۔ د ابتدائي پلټنو له مخې د شپې په وخت يوه ګولې په مركزي دروازه او د سهار په ډزو كښې يوه ګولې د كېچن په كړكي لګېدلې۔ ډزې په نائن اېم اېم طمانچه شوې دي۔ پوليس د سي سي ټي وي كېمرو د لارې د پېښې د ځائ جاج اخلي۔ د سترې محكمې لخوا جاري شوې اعلاميې له مخې د پاكستان ستر قاضي جسټس ثاقب نثار د جسټس اعجازالاحسن كور ته لاړو او د صورتحال ئې په خپله نګراني وكړه۔ ستر قاضي د پنجاب آئي جي ےهم د جسټس اعجازالاحسن كور ته طلب كړو۔ له بلې خوا د پنجاب وزيراعلٰي شهباز شريف د پېښې نوټس اخستلو سره د پنجاب آئي جي څخه راپور طلب كړے او په سمدستي توګه د تورنو نيولو حكم ئې كړے۔
متعلقہ مضامین
-
NA body passes Special Technology Zones Authority bill
-
People favour extension of smart schools to entire KP
-
Three killed, 45 injured as bus overturns in Sheikhupura
-
5 killed, 15 injured after van falls into drain in GB
-
Rule of law government’s top priority, says Sarwar
-
Afghan army collapse ‘took us all by surprise’: US defence secy
-
Lasting peace in Afghanistan vital for regional stability: Sh Rashid
-
Security forces kill 10 militants in South Waziristan
-
Reports of Shehbaz, Suleman’s acquittal ‘wrong’: Shahzad Akbar
-
Afghan army collapse ‘took us all by surprise’: US defence secy
-
PML-N ‘lost its image’ due to corruption charges: Gill
-
PPP leader, veteran journalist Wajid Shamsul Hasan passes away