پېنډۍ 25 اګست (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې افغانستان زمونږ ورور او ګاونډې هېواد دے٬ د بلېم ګېم په ځائ د شريك دښمن په ضد د باور په بنياد كوټلې مرسته ضروري ده٬ د زيان رسوونكو قوتونو لخوا تخليق كړې شوې منفي ذهنيت لرې كولو لپاره ميډيا كليدي كردار ادا كولې شي۔ سرلښكر دا خبرې د جمعې په ورځ د افغان ميډيا پلاوي سره وكړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د افغان خبريالانو 9 كسيزه پلاوي د جي اېچ كيو دوره وكړه او سر لښكر سره ئې تعارفي غونډه وكړه۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل چې پاكستان د ټول رنګ او نسل ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائۍ كړې دي٬ اوس پاكستان كښې دننه د ترهه ګرو يو هم محفوظ پټ ځائ نشته او د دې عزم پخلې شوې چې د پاكستان خاوره به د افغانستان په ضد كارولو له ورنه كړې شي۔ ده ووئيل په پاك افغان پوله سرحدي انتظام لپاره د پاكستان په پلو تار لګول او نوې پوله ايزې پوستې جوړولې كېږي۔ د افغان خبريالانو پلاوي د سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په قېمتي وخت وركولو او په ښه خبرو كولو مننه وكړه ۔ افغان پلاوي اعتراف وكړو چې په يو بل پوهېدو لپاره د دې نوعيت دورې به ډېرې ګټورې وګرځي او په حقائقو آډانه مثبت ذهنيت سره به هېواد ته ځو۔ د افغان خبريالانو دا پلاوي د آئي اېس پي آر په مرسته د پاكستان په 6 ورځنۍ دوره دے
متعلقہ مضامین
-
Zulfi Bukhari resigns over Rawalpindi Ring Road scandal
-
Coronavirus kills 74, infects 3,232 more: NCOC
-
Fawad urges int’l community to meet its obligation in normalizing situation in Palestine
-
Coronavirus kills 74, infects 3,232 more: NCOC
-
CAA fines private airline for bringing passengers on fake Covid reports
-
CAA fines private airline for bringing passengers on fake Covid reports
-
Next financial year to be year of economic growth: Hashim
-
Muslim unity vital to end plights of Palestinians, Kashmiris: Masood
-
Govt places Shehbaz Sharif’s name on ECL
-
Opposition requisitions senate session to condemn Israel’s violence
-
Govt places Shehbaz Sharif’s name on ECL
-
Coronavirus kills 135 in Pakistan over 24 hours