بیجنګ۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د پاكستان او چين ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجي په څانګو كښې د همكارۍ بلها امكانات په ډاګه كولو سره وئيلي دي پاكستان د سائنس او ټېكنالوجي په ميدان كښې د چين پرمختګ څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم بيجنګ ته نزدې د چين د سیلیکون وېلی زونګ ګوانکون سائنس پارک دورہ وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د پلاوي نور غړي هم ده سره ملګري وو۔ وزیراعظم ته په سائنس پارك كښې د چین د ټېک سټارټ اپ کلچر او نوي ماحول او تحقيق په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د چين د سائنسي او تكنيكي پرمختګ ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې ئۍ په موجود بلها امكانات رڼا واچوله۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د چين پرمختګ څخه بشپړه استفاده كولې شي
متعلقہ مضامین
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Graft-buster goes after drug officials
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
PTI to probe against party MNAs who voted for Gilani: Ismail
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
In Spain, hugs and sea air for Covid ICU survivor
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Security forces kill eight militants in North Waziristan
-
Exorbitant fee of ICT colleges deprive students of higher education
-
CM unhappy with south Punjab secretaries’ performance
-
One dead, 30 injured as train derails near Rohri
-
Khalilzad in Islamabad for talks on new Afghan peace plan