اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) پاکستان او کویت د ګډې وزارتی کمېشن په غونډه كښې دیامر بھاشا بند جوړولو له د كويت د اړخه د 25 ملیونه ډالرو په لوظنامه موافقت شوے دے دغسې د کویت د اړخه د دې لوظ پخلے هم شے چې د کچھی کنال منصوبې لپاره په مالي مرسته به غور كولے شي۔ د اقتصادی چارو وزارت د اړخه د جاري شوې اعلامیې له مخې د پاکستان او کویت د ګډې وزارتی کمېشن درې ورځنۍ غونډه د جمعې په ورځ پايې ته ورسيده۔ دواړه ډلې و په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو ته سلا شوي۔ د ګډې وزارتی کمېشن غونډي مشري د نجکارۍ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان او د کویت د تجارت او صنعت وزير عمر سعود العمر كوله۔ ډلو د معیشت او تجارت په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې په وركولو موافقت كړے۔ پاکستانی پلاوي كښې د اقتصادی چارو وزارت ، خارجه وزارت ، تجارت وزارت ، د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت ، سرمایه کاری بورډ، پټرولیم ډویژن ، اېس آئی اېف سی او نورو اړوندو وزارتونو نمائندګانو ګډون وكړو او د کویت چارواكو سره ئې ګټه ورې خبرې وكړې۔ د کویت د تجارت او صنعت انډر سیکرټری ضیاد النجیم د پاكستاني پلاوي تود هركلے وكړو او د ګډې وزارتي کمېشن غونډې له يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د نجكارۍ وفاقی وزیر عبدالعلیم خان د پاك کویت د ګډې وزارتی کمېشن 5م سېشن په كولو د خوشحالۍ څرګندونه وكړه۔وزارتی کمېشن په غونډه كښې د تجارت، غذائی سلامتیا ، لائیو سټاك ، بحری چارو ، صنعت او پیداوار، سرمایه کارۍ ، توان ،قدرتی وسائلو ، د سمندر پورې غاړه روزګار ویزه ، اعلیٰ تعلیم ، سائنس او ټیکنالوجی، مالیات ،ټیکسیشن ،لوبو ٬ سېلګرۍ ، تعلیم ، اطلاعات او نشریات او د پرمختيائي همكارۍ پشمول د بېلو چارو جاج واخستې شو۔ ډلي صنعتی مرستې ،انجینئرنګ کونسل ، د خبرونو تبادلې، زراعت ، میری ټائم، د دوه ځائيز ټیکسونو ختمولو ، کوالټی اینډ سیفټی سټینډرز او اعلیٰ تعلیمی کمېشن كښې لوظنامو او د تفاهم يادښتونو ته هم سلا شوې۔ دې نه ځانله ډلو په تجارت، سرمایه کارۍ، ویزه او کونسلر چارو كښې د ورکنګ ګروپس په جوړولو هم موافقت وكړو۔ د نجکارۍ او سرمایه کارۍ وزير عبدالعلیم خان د ګډې وزارتی کمېشن په غونډه د اطمينان څرګندونه كولو سره د دواړو هېوادونو د تکنیکی پوهانو هڅې وستائلې ۔ د ګډې وزارتی کمېشن په غونډه كښې د دیامر بھاشا بند جوړولو لپاره د کویت د اړخه د 25 ملیونه ډالرو په لوظنامه موافقت وكړے شو۔ په دې اړه به لوظنامه په 3 جون لاس ليك كيږي۔ دغسې د کویت د اړخه کچھی کنال منصوبې لپاره په مالی مرسته د غور كولو لوظ هم وكړے شو۔
متعلقہ مضامین
-
Shehbaz wants closed units restarted to end power cuts
-
PTI has ‘apologised’ to Donald Lu: govt
-
PTI has ‘apologised’ to Donald Lu: govt
-
Court extends Moonis’ bail till July 14
-
Kashmiris on both sides of Line of Control to observe Martyrs’ Week
-
Meeting demands education policies, budget allocations as gender sensitive
-
Al-Shifa organises free eye camps in remote areas of Balochistan
-
People’s Bus Service to start on Clifton, DHA, Gulshan-e-Hadeed routes
-
IHC again orders Gov’t to produce missing people by Sep 9
-
IHC grants protective bail to PML-N’s former MPA
-
IHC grants protective bail to PML-N’s former MPA
-
Judiciary must reach out to the downtrodden people in difficult times: PHC CJ