اسلام آباد۔16مئی (اے پي پي ) د خزانې او محصولات وزير محمد اورنګزیب قامي اسمبلۍ ته وئېلې دي پخوانۍ فاټا او پاټا كښې د انکم ټیکس او سیلز ټیکس استثنی موده كښې د پراختيا كولو لا كومه پرېكړه نه ده شوې، په دې اړه په ایف بي آر كښې غونډې كولو ته چمتو يو ۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جنید اکبر، امجد علی خان، صاحبزادہ صبغت اللہ، محمد اقبال او نورو د اړخه د پام راګرځونې په نوټس د خزانې وزیر ووئېل 2018 كښې د 25 م آئیني بدلون په وخت فاټا او پاټا ته تر جون 2023 ټیکسونو كښې استثنی وركړې شوې ٬ دغسې چې دغه سيمې د هېواد نورو سيمو سره په معاشي توګه مربوط شي ، په دې لړ كښې پخوانۍ فاټا او پاټا كښې سیلز ټیکس او انکم ټیکس په مد كښې اساني وركړې شوې، وروستو بيا د فنانس ایکټ 2023 تر مخه په دې كښې تر 30 جون 2024 پراختيا وكړې شوه۔ د خزانې وزیر ووئېل د ټول هېواد نه مختلف د صنعتونو استازي پلاوي په ټیکسونو كښې د استثنی ختمولو غوښتنې كوي دغسې چې ټولو ته يو ډول مېدان تر لاسه شي ۔ ده ووئېل دا مهال لا حکومت د ټیکس استثنی موده كښې د پراختيا كومه پرېكړه نه ده كړې۔ د خزانې وزير د دوې د پوښتنو په ځواب كښې ووئېل صحت، تعلیم، او د بشري معیار اشاری د ټول ھېواد لپاره يو چیلنج دے۔ د خزانې وزير ووئېل په دې اړه مونږ خبرو اترو كولو ته چمتو يو، مونږ په ایف بي آر كښې يوې غوندې كولو له هم چمتو يو دغسې جې د غړو ګېلې لرې كرې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل پخوانۍ فاټا او پاټا كښې د آبادۍ، درآمدي څييزونو او نورو شمېرو په اړه به ایوان خبرولې شي، هلته د ځېنې څيزونو د درآمد کولو شرح د هېواد د نورو برخو د ودانۍ د تناسب نه زياته ده ۔ اسد قیصر ووئېل زمونږ په حكومت كښې هم دا مسئله رامخې ته شوې وه ، مونږ ټولو شراکت دارو سره په ناسته دا تګلاره جوړه كرې وه ۔ ده ووئېل هغه وخت دا خبره شوې وه چې دا سيمې د ترهه ګرۍ ښكار دي، هلته حالات اوس هم خراب دي۔ دا د پاکستان د نورو سيمو نه په ترقۍ كښې وروستو پاتې شوي۔ زمونږ غوښتنه ده چې دغو سيمو لپاره په ټېكسونو كښې د اسانيو وركول برقرار وساتلې شي۔ د خزانې وزیر ووئېل مونږ به په ګډه دا معامله حل کوو ۔
متعلقہ مضامین
-
Faisal Vawda submitted false affidavit in dual nationality case: IHC
-
Naundero Health Center face crippling issues
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Promoted doctors of BPS-19 await posting, accuse department of corruption
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
PTI supporters, PML-N leaders come to blows outside Parliament House
-
AMAN-21-The message resonates
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
UN bashes Iran’s deadly crackdown on Balochistan oil smugglers
-
IHC throws ball in ECP’s court in Vawda disqualification case